اورکزي : د ملک حاجي عزت ګل تر شهادت وروسته د اورکزو ضلعي انتظامیې له خوا ،د اګست په ۸مه، د هغه په یاد تعزیتي غونډه وشوه، چې د کوهاټ کمشنر معتصم بالله شاه، د اورکزو ډپټي کمشنر یوسف علي رحمان، د هنګو ډپټي کمشنر بصیر علي رحمان، سیمه‌ ییزو مشرانو، خبریالانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون پکي وکړ.

 

د غونډې پر مهال کمشنر معتصم بالله شاه د شهید ملک عزت ګل پر انځور ګلان کېښودل، په داسې حال کې چې د پولیسو یوې منظمې قطعې ورته سلامي وکړه. د شهید زوې ملک فیض الله ته قلعه ‌لنګه ور پر سر کړی شوه او د خپل پلار پر ځای د امن کمېټۍ د نائب په توګه وټاکل شو.

 

ملک فیض الله په خپله وینا کې وویل چې پلار یې ټول عمر د ولس خدمت او د سیمې د امن لپاره وقف کړی و. هغه د تعزیتي غونډې د جوړېدو له امله له ضلعي انتظامیې، مشرانو او ټولو ګډونوالو مننه وکړه.

 

سیمه ‌ییزو مشرانو سید حسین علي شاه الحسیني، ملک لعل من شاه، ملک نور خان، ملک نور جعفر او نورو ویناوالو وویل چې ملک عزت ګل د امن لپاره مهم رول ادا کړی و او ستونزې یې په ډېرې پوهې، زغم او ښه تدبیر حلولې.

 

هغوي غوښتنه وکړه چې د امن کمېټۍ غړو ته دې امنیت ورکړل شي او د سیمې د امن د ساتنې لپاره دې جدي اقدامات وشي. د مشرانو په وینا، د ملک عزت ګل په مشرۍ د امن کمېټۍ غړو له سختو خطرونو سره مخامخ کېدو سره د کرمې د سولې تړون په عملي کېدو کې مهم رول ادا کړ.

 

د کوهاټ کمشنر، د اورکزو ډپټي کمشنر او د هنګو ډپټي کمشنر په خپلو ویناوو کې وویل چې ملک عزت ګل د هېواد، امن او د راتلونکو نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره خپل ژوند قربان کړی دی.

 

هغوي وویل چې د سیمې اوسنی امن د پوځ، امنیتي ځواکونو، قامي مشرانو او ولس د قربانیو پایله ده. د دوي په وینا، ملک عزت ګل د کوهاټ ډویژن د امن علمبردار و او صوبايي او وفاقي حکومتونو هم د هغه د خدمتونو ستاینه کړې ده. چارواکو زیاته کړه چې ملک عزت ګل د سولې، زغم او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره تل هڅې کولې. هغوي دښمن ته پیغام ورکړ چې د هېواد او ولس د دفاع لپاره به میلیونونه خلک هر ډول قربانۍ ته تیار وي.

 

دوي وویل چې د کرمې د سولې تړون د عملي کولو لپاره قامي مشرانو ۲۸ ورځې پرله ‌پسې هڅې وکړې او د هغوي د هڅو له امله په سیمه کې د سلګونو مورچو او بنکرونو د له منځه وړلو بهیر ممکن شو.