ماموند : د باجوړ په ترخو ماموند سیمه کې زده ‌کوونکو د سرکاري سکول د بندېدو پر ضد ،د اګست په ۸مه، له سهاره احتجاج پېل کړی او عمومي سړک یې د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلی دی.

 

زده‌ کوونکي او ځايي خلک وايي، دغه سکول له څو ورځو راهیسې د امنیتي ځواکونو له خوا کارول کېږي، چې له امله یې درسي چارې درېدلې او زده ‌کوونکي له زده‌ کړو بې‌ برخې شوي دي.

 

احتجاج کوونکو له اړوندو چارواکو غوښتي چې سکول زر تر زره خالي کړي او تعلیمي چارې بېرته پېل کړي. د دوي په وینا، زده ‌کړه د ماشومانو اساسي حق دی او پر تعلیم هېڅ ډول جوړجاړی نه شي کېدی.

 

تر اوسه د ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو له خوا په دې اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.