اسلام ‌اباد : د پاکستان حکومت له افغانستان سره د ټولو سرحدي او ټرانزیټي لارو د بیا پرانیستو پرېکړه کړې ده. په اسلام‌ اباد کې ،د اګست په ۷مه، د کورنیو چارو د وفاقي وزیر محسن نقوي، لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو، د اقتصادي اړیکو د عادي کولو او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د قانوني، اسانه او منظم تګ راتګ د اسانتیاوو پر زیاتولو خبرې شوې دي.

 

د لارو د بیا پرانیستو موخه د سوداګریزو فعالیتونو بیا پیاوړي کول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکو ته د عادي حالت بېرته ګرځول بلل شوې ده. خو تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو لارو د بیا پرانیستو کره نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې.

 

پاکستان له افغانستان سره خپلې مهمې او یو شمېر وړې سرحدي لارې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر پر ۱۲مه، له سختو نښتو وروسته، تړلې وې. وروسته ځینې لارې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره په محدود ډول پرانیستل شوې، خو سوداګري او د خلکو عادي تګ راتګ بند پاتې شو.

 

د اوږدې مودې تړلتیا د دواړو هېوادونو پر سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو، مزدورانو او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر مېشتو خلکو سخت اقتصادي اغېز کړی دی.