کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی او د پاکستان په چارو کې د پخواني ولسمشر ،محمد اشرف غني، ځانګړی استازی ،محمد عمر داودزی، وايي، چې پاکستان هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا بې ثباته او د طالبانو اوسنی حکومت بدل کړي.
داودزي ،د اګست په ۸مه، له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي: «پاکستان پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې د نظام د بدلون لپاره زمینه برابره کړي.» د نوموړي په وینا، د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ اختلافونه تر بل هر وخت زیات شوي او اسلام اباد اوس په افغانستان کې د نظام د بدلون په اړه هم فکر کوي.
هغه دعوه کړې چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅې کوي او په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې راولاړې شوې ډلې ښیي د اسلام اباد مالي ملاتړ ترلاسه کوي. داوودزي زیاته کړې، چې که پاکستان دغسې ډلې نه وي تمویل کړې، ښیي نوې ډلې رامنځته کړي.
د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو پر سر خرابې شوې دي. پاکستان دعوه کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. د طالبانو حکومت بیا دا موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې او د اسلام اباد دا دعوې یې رد کړې دي.


شال نیوز