لنډي کوتل : د خیبر په لنډي کوتل کې ،د اګست په ۷مه، د مشهور سوداګر او قامي مشر ،ظریف شینواري، عرف ،لنډی حاجي، د مبینه تښتونې پر ضد احتجاجي پرلت روان دی. مظاهره کوونکو د چروازۍ په سیمه کې پاکستان - افغانستان لویه لار د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلې ده.

 

په پرلت کې قامي مشران، د سیاسي ګوندونو مشران او د سیمې ګڼ خلک ګډون لري. مظاهره کوونکو د ظریف شینواري د مبینه تښتونې پر پېښه سخته اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د زر او خوندي موندلو غوښتنه یې کړې ده.

 

د جمعیت علماى اسلام جنرل سیکرټري مولانا عظیم شاه، د پیپلز ګوند همېش خان، د پاکستان تحریک انصاف مشر عبدالرازق شینواري، د عوامي نېشنل ګوند عبدالجبار افریدي او د جماعت اسلامي مشر عبدالروف شینواري په ګډون یو شمېر مشرانو پرلت ته ویناوې وکړې.

 

ویناوالو وویل چې ظریف شینواری یو پېژندل شوی سوداګر او د سیمې عزتمند قامي مشر دی، چې د دوي په وینا، د ورځې په رڼا کې یې مبینه تښتونه د اندېښنې او نه منلو وړ پېښه ده.

 

هغوي پوښتنه وکړه چې د پولیسو، امنیتي ځواکونو او نورو اړوندو ادارو د شتون باوجود یو پېژندل شوی وګړی څنګه د ورځې په رڼا کې تښتول کېدی شي؟ ویناوالو وویل: «که یو وګړی په ښکاره ډول تښتول شوی وي، نو تښتوونکي څوک دي، چرته دي او تر اوسه یې ولې درک نه دی لګېدلی؟»

 

مظاهره کوونکو له اړوندو ادارو وغوښتل چې خلکو ته دې ووایي، چې د ظریف شینواري د موندلو لپاره تر اوسه کوم عملي ګامونه پورته شوي او د دې پېښې تر شا کسان څوک دي. دوي وویل چې د تښتول شوي کس موندل یوازې د کورنۍ یا قبیلې مسوولیت نه دی، بلکې د حکومت، پولیسو او امنیتي ادارو اساسي دنده ده. له ادارو یې غوښتنه وکړه چې د ظریف شینواري درک ولګوي او د مبینه تښتونې په تړاو ککړ کسان ونیسي.

 

ویناوالو زیاته کړه چې په لنډي کوتل کې د یوه مشهور سوداګر او قامي مشر مبینه تښتونه د امنيتي وضعیت او د ولس د ځان او مال د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي. د دوی په وینا، که یو پېژندل شوی وګړی هم خوندي نه وي، نو عام خلک به پر چا باور کوي؟

 

مظاهره کوونکو خبرداری ورکړ چې تر هغه به احتجاجي پرلت دوام کوي، څو ظریف شینواری په خوندي توګه ونه موندل شي. دوي وویل، چې که غوښتنې یې ونه منل شوې، د احتجاج لمن به نوره هم پراخه کړي.

 

د پاکستان - افغانستان لویې لارې د بندېدو له کبله د لارې په دواړو خواوو کې د ټرافیکو تګ راتګ اغېزمن شوی او مسافر او ټرانسپورټران له ستونزو سره مخ دي.