کابل : د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ،د اګست په ۸مه، له یو شمېر پوهنتوني استادانو او مسوولانو سره په غونډه کې له هغوي غوښتي دي چې د طالبانو له نظامه مطلق اطاعت وکړي او د دې واکمنۍ د ټینګښت لپاره کار وکړي.
اخندزاده ویلي دي، چې الله تعالی له پیغمبرانو وروسته دیني عالمان د خلکو د اصلاح لپاره مامور کړي دي. هغه غونډې ته په وینا کې ویلي: «د طالبانو د واکمنۍ او حاکمیت د ټینګښت لپاره کار وکړئ.»
په دې غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هم موجود و. اخندزاده پر ځان د مطلق اطاعت پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
بل لوري ته، یوشمېر دیني عالمان وايي چې طالبان د اسلام او شریعت له خپل ځانګړي تعبیر څخه په استفادې، د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، اساسي حقونه محدود کړي دي.
ملګرو ملتونو او یوشمېر نړیوالو بنسټونو هم د طالبانو حکومت د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن کړی دی.


شال نیوز