کابل : د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر وايي، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز پروژې په چوکاټ کې په افغانستان کې تر اوسه د ۱۱۶ کیلومتره ګاز پایپ لاین د غځولو او ویلډنګ چارې بشپړې شوې دي.
د بختار خبري اژانس ،د اګست د ۸مې، د راپور له مخې، د دې پروژې ۱۳۵ کیلومتره مسیر د پایپ لاین د غځولو لپاره چمتو شوی دی. له دې جملې څخه ۳۸ کیلومتره پایپ لاین تر ځمکې لاندې هم نصب شوی، خو د پاتې برخې د غځولو او تر ځمکې لاندې د لګولو چارې لا روانې دي.
د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر په راپور کې ویل شوي دي چې د پاتې پایپ لاین د غځولو چارې به د ۲۰۲۶م کال تر پایه بشپړې شي. د پروژې له بشپړېدو وروسته به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي.
د راپور له مخې، په نږدې راتلونکي کې به په هرات ښار کې د ګازو د وېش شبکې د جوړولو لپاره سروې او تخنیکي ډیزاین هم پېل شي. د دې شبکې موخه دا ده چې هرات ښار او د دغه ولایت صنعتي سیمې د ټاپي پروژې له ګازو برخمنې شي.
چارواکي تمه لري چې هرات ته د طبیعي ګازو له رسېدو سره به په سیمه کې صنعتي فعالیتونه پراخ شي. د دوي په وینا، د ګازو منظم رسد به د صنعتي او تولیدي کارخانو د فعالېدو، د نویو پانګونو د جلبېدو او لکونو خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرېدو زمینه برابره کړي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د ټاپي ګاز به یوازې د صنعت لپاره نه کارول کېږي، بلکې د برېښنا د تولید په برخه کې به هم ترې ګټه واخیستل شي. د ګازو پر مټ د برېښنا تولید کولی شي د افغانستان پر وارداتي برېښنا تکیه راکمه کړي او د برېښنا د کمښت ستونزې په هوارولو کې مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو مرستیال دفتر وايي، چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې د انرژۍ او سوداګرۍ په مهم مسیر بدلیدلی شي. د دغه دفتر په وینا، د ټاپي په څېر سیمه ییزې پروژې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتېدو او له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره مهمې دي.


شال نیوز