بنو : د امنیتي سرچینو په وینا، د بنو د جاني خېلو په سیمه کې د وسله ‌والو پر ضد د عملیاتو پر مهال مهم قوماندان جامد الله وژل شوی دی.

 

سرچینې وايي، چې جامد الله په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او د کواډ کاپټرونو په کارولو کې ماهر و. هغه د امنیتي ځواکونو او نورو هدفونو پر ضد د کواډ کاپټرونو له لارې په بریدونو او څارنه کې مهم رول درلود.

 

د سرچینو په خبره، عملیات ،د اګست په ۵مه، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي، خو د جامد الله د وژل کېدو خبر ،د اګست په ۸مه، په ورځ تایید شو. له عملیاتو وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د نورو وسله‌ والو د موندلو لپاره د لټون عملیات هم روان دي.

 

امنیتي سرچینو د عملیاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د سرچینو په وینا، په وروستیو میاشتو کې په بنو او شاوخوا سیمو کې د بریدونو او څارنې لپاره د کواډ کاپټرونو کارول زیات شوي دي.