چمن : د بلوچستان په چمن کې د عوامي نېشنل ګوند په کوربه توب د ۲۰۱۶م کال د اګست ۸مې نېټې د سانحې د شهیدانو د لسم تلین په مناسبت پر ټرنچ روډ ولسي غونډه وشوه، چې د ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو، وکیلانو او ګڼ شمېر کارکوونکو پکې ګډون وکړ.
د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبايي مشر ،اصغر خان اڅکزي، غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د اګست لومړۍ، پنځمې، اتمې او دوولسمې نېټې دردناکې پېښې لا هم خلک په غم او غوسه یادوي.
ویناوالو وویل، چې د اګست اتمې سانحې لس کاله پوره شول، خو د شهیدانو کورنۍ لا هم د انصاف په تمه دي. هغوي غوښتنه وکړه چې د سانحې د تحقیقاتي کمېسیون پر سپارښتنو دې بشپړ عمل وشي او په پېښه کې ککړ کسان دې قانون ته وسپارل شي.
د چمن د وکیلانو بار مشر هدایت الله وویل، چې حکومت باید د شهیدانو کورنیو ته انصاف ورکړي او د پېښې د مسؤلینو پر ضد عملي ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۶م کال د اګست پر اتمه په کوټه سول روغتون کې ځانمرګی برید وشو، چې د ۵۶ وکیلانو په ګډون پکې ۷۳ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول. دې پېښې د بلوچستان قانوني ټولنې ته نه جبرانېدونکی زیان واړاوه.
د جلسې په پای کې د سانحې شهیدانو ته دعا وشوه او د هغوي د درجو د لوړوالي لپاره فاتحه واخیستل شوه.


نعيم اچکزئي