کابل : د افغاني سرې میاشتې ټولنې په زړه روغتون کې تر اوسه د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ۲۸ ماشومانو د زړه عملیات شوي دي. د افغاني سرې میاشتې لخوا ،د اګست په ۸مه، خپاره شویو معلوماتو له مخې، له دغو ماشومانو څخه ۹ تنه نن له بریالۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
په دغه روغتون کې هره ورځ د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته څلورو تر شپږو ماشومانو د زړه عملیات ترسره کېږي او د ټولو ماشومانو د درملنې لګښتونه افغاني سره میاشت ورکوي.
د افغاني سرې میاشتې زړه روغتون په دې وروستیو کې پرانیستل شوی، څو اړمن ماشومان په هېواد دننه وړیا تخصصي درملنه ترلاسه کړي.
افغاني سره میاشت وايي، چې هڅه کوي د روغتیايي خدمتونو له پراخولو سره بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ته د تخصصي درملنې زمینه برابره کړي.


شال نیوز