اسلام اباد / کراچۍ : د یوې تازه څېړنې له مخې، په پاکستان کې سږ کال د دین د سپکاوي په نوم ثبت شوې قضیې ۱۳ ته راکمې شوې دي، چې د تېرو کلونو د ورته مودو په پرتله شاوخوا دوه پر درې کموالی ښيي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ،د اګست په ۶مه، د خپاره شوو معلوماتو له مخې، دا د ثبت شویو قضیو شمېر دی؛ خو د دې شمېرې کموالی په خپله د ټولو تورونو، شکایتونو یا د مذهبي لږکیو د ستونزو د ختمېدو معنا نه لري.
د شخړو د څار یوې ادارې معلومات، چې رویټرز ترلاسه کړي، ښيي چې له ۲۰۲۱م تر ۲۰۲۴م کال پورې په پاکستان کې هر کال په منځنۍ کچه له اوو ډېرې هغه بلواوې او بریدونه ثبتېدل چې د دین د سپکاوي له تورونو سره تړاو یې درلود. خو په تېرو ۱۲ میاشتو کې یوازې یوه لویه ورته پېښه ثبت شوې ده.
رویټرز وايي، چې د قضیو او مذهبي ګډوډیو دا کموالی د سختدریځو مذهبي ډلو پر وړاندې د حکومت او امنیتي ادارو له پراخ اقدام سره تړاو لري. د څلورو حکومتي او امنیتي سرچینو او شنونکو په وینا، دغه اقدام د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر تر څار لاندې شوی دی. پوځ بیا د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري ویلي دي، چې حکومت او پوځ اوس په دې اړه ګډ دریځ لري او هېڅ ډله به اجازه ونه لري چې خلک یا هېواد د خپلو غوښتنو لپاره یرغمل کړي. د راپور له مخې، د دې تګلارې تر شا له لویدیځ سره د پاکستان د اړیکو د ښه کولو، د اقتصاد د نړیوالو بازارونو سره د نښلولو او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ستونزو د کمولو هڅې هم شاملې دي.
دا اقدام په داسې وخت کې شوی دی چې اسلام اباد د افغانستان پر واکمنو طالبانو د پاکستان ضد وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه لګوي؛ خو طالبان دا تورونه بې بنسټه بولي.
تحریک لبیک پاکستان، چې د دین د سپکاوي په تورونو د سخت دریځ او شعارونو له امله پېژندل کېږي، د تېر کال په وروستیو کې منع اعلان شوی و. د رویټرز په وینا، د دې ډلې ګڼ مشران زنداني شوي، یوشمېر جوماتونه یې مهر شوي او بانکي حسابونه یې کنګل شوي دي. د ډلې ویاند بیا بندیز ناقانونه او د اساسي قانون خلاف بللی دی.
د دې بدلون یوه بېلګه تېره میاشت په کراچۍ کې هغه پېښه وه چې د یوې مسیحي کورنۍ پر ضد د دین د سپکاوي له تور وروسته سلګونه کسان راټول شوي وو. پولیسو د کورنۍ څلور ښځې او یو ماشوم خوندي ځای ته ورسول. د یو پولیس افسر په وینا، لومړنۍ پلټنه ښيي چې پر دغې کورنۍ لګېدلی تور ناسم و. د پولیسو د چټک اقدام له امله ډله وروسته خپره شوه او پېښه له لویې بلوا څخه وژغورل شوه.
پاکستان کې د دین د سپکاوي تورونه له اوږدې مودې راهیسې د ډله ییز تاوتریخوالي او وژنو سبب ګرځېدلي دي. د رویټرز د معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۰م کال راهیسې شاوخوا ۹۰ کسان د دغو تورونو سره تړلو ډله ییزو وژنو کې وژل شوي دي. د پاکستان په قانون کې د دین د سپکاوي د جرم لپاره د مرګ سزا هم شته، خو یوازې تور لګېدل د جرم د ثابتېدو معنا نه لري.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د ټي اېل پي بندیز او د مذهبي ډلو پر وړاندې اوسنی اقدام ښیي په لنډه موده کې د ډله ییز تاوتریخوالي مخه ونیسي، خو د دې ډلې ټولنیز نفوذ په یوه اداري پرېکړه نه ختمېږي. د پاکستان پخوانی د ترهګرۍ ضد مشر احسان غني وايي، چې که ریاست په راتلونکي کې دغه ډله بیا د سیاسي ګټې وړ وبلله، ټي اېل پي ښیي په بله بڼه بېرته راڅرګنده شي.
د مذهبي لږکیو د ټولنو لپاره هم د اوسنیو بدلونونو په اړه باور لا بشپړ نه دی. په کراچۍ کې د ژغورل شوې مسیحي کورنۍ یوې ښځې رویټرز ته ویلي دي چې د فزیکي خوندیتوب احساس یې ښه شوی، خو وېره یې لا نه ده ختمه شوې.
په دې توګه، د سږ کال ۱۳ ثبت شوې قضیې او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یوازنۍ لویه مذهبي ګډوډي د فوري بدلون نښه ده؛ خو د قانون د ناوړه استعمال، د تورونو پر بنسټ د خلکو د وېرولو او د عدالت ته د محدود لاسرسي ستونزې لا هم د پاکستان له مهمو ننګونو څخه دي.


شال نیوز