پېښور : د پېښور د نمک منډۍ د قیمتي کاڼو سوداګرو ،د اګست په ۸مه، د خیبر پښتونخوا له ګورنر څخه غوښتي دي چې بهرنیو سوداګرو او ګاهکانو  ته پېښور ته د راتګ او په بازار کې د سوداګرۍ لپاره اسانه او خوندي لارې برابرې کړي.

 

د سوداګرو په وینا، د پېښور نمک منډۍ یوازې د څو دوکانونو نوم نه دی، بلکې دا د قیمتي کاڼو یو پخوانی او ستر سوداګریز مرکز دی. په دې بازار کې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان، مرکزي اسیا او ایران قیمتي کاڼي راوړل کېږي، اخیستل او پلورل کېږي.

 

سوداګر وايي، چې له افغانستان څخه لاجورد او نور قیمتي کاڼي، د مرکزي اسیا له سیمو څخه بېلابېل ډولونه ډبرې او له ایران څخه قیمتي کاڼي نمک منډۍ ته راوړل کېږي. دغه کاڼي وروسته د بازار د ماهرو کارکوونکو له خوا تراشل کېږي، د رنګ او کیفیت له مخې ارزول کېږي او د پاکستان او بهرنیو بازارونو لپاره چمتو کېږي.

 

دوي وايي، چې د نمک منډۍ په بازار کې سلګونه سوداګر، د قیمتي کاڼو تراشونکي، کارګران، ارزونکي او د انتقال په برخه کې بوخت کسان خپل روزګار کوي. د دې بازار کاروبار یوازې پر دوکانونو محدود نه دی، بلکې د پېښور له اقتصاد او د سیمې له ګڼو کورنیو سره تړاو لري.

 

د سوداګرو په وینا، د قیمتی کاڼو بهرني سوداګر به پخوا نمک منډۍ ته راتلل، کاڼي به یې له نږدې لیدل، کیفیت او بیه به یې ارزوله او له سوداګرو سره به یې مستقیمې معاملې کولې. خو اوس بهرني پېرودونکي پېښور ته د راتګ پر مهال له بېلابېلو خنډونو او محدودیتونو سره مخ دي.

 

دوي وايي، چې د همدې ستونزو له امله د قیمتي کاڼو ډېر سوداګریزې معاملې اسلام ‌اباد او نورو ښارونو ته د لېږدېدو په حال کې دي. سوداګرو خبرداری ورکړی دی چې که دا حالت دوام وکړي، پېښور به خپل تاریخي بازار، بهرني پېرودونکي او د قیمتي کاڼو د سوداګرۍ مهمه برخه له لاسه ورکړي.

 

سوداګرو د ګورنر په نوم په استول شوي لیک کې ویلي دي، لکه څنګه چې د پېښور ځینې نور دودیز کاروبارونه کمزوري شوي، اوس د قیمتي کاڼو بازار هم له ورته خطر سره مخ دی. په لیک کې غوښتنه شوې ده چې بهرنیو سوداګرو ته دې نمک منډۍ ته خوندي او اسانه لاسرسی ورکړل شي، پېښور د قیمتي کاڼو ځانګړې سوداګریزه سیمه اعلان شي او د نړیوالو سوداګرو پر وړاندې غیرضروري خنډونه لرې کړل شي.

 

سوداګر وايي، چې د دې بازار ساتنه به یوازې د دوي کاروبار خوندي نه کړي، بلکې د خیبر پښتونخوا اقتصاد، روزګار او د پاکستان د قیمتي کاڼو برامدات به هم پیاوړي کړي.