تربت : د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ،ایي اېس پي ار، په وینا، د بلوچستان د کېچ ضلعې په تربت کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي، چې پر مهال یې له کالعدم بلوڅ لېبریشن ارمي سره تړلي شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ لخوا ،د اګست په ۹مه، د خپرې شوې اعلامیې له مخې، عملیات د «ردالفتنه درې» په نوم د وسله والو پر ضد د روانو عملیاتو برخه وو او د تربت په یوه سخته غرنۍ سیمه کې ترسره شول. د عملیاتو پر مهال د وسلو، مهماتو او نورو پوځي توکو ترڅنګ درې ځانمرګي واسکټونه هم موندل شوي دي.
د ایي اېس پي ار په خبره، د ځانمرګو واسکټونو د ناکاره کولو لپاره د بمونو شنډولو ډلې کار کړی او په سیمه کې د نورو مشکوکو ځایونو د لټون او پاکولو عملیات لا هم روان دي.
په خپرو شوو معلوماتو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي. تر دې دمه د بلوچ لبریشن ارمي لخوا هم د پوځ د دعوو په اړه کوم غبرګون ندی ښودل شوی.


صفدر داوړ