لکي مروت : د لکي ښار د پولیسو چوکۍ د رایډر ګزمې پر سرتیري ،د اګست په ۹مه، د پخواني پولیس لاین سره نژدې ناڅرګندو وسله والو ډزې کړې دي.

 

د پولیسو په وینا، په برید کې کانسټیبل ،ساجد الله، وژل شوی، په داسې حال کې چې کانسټیبل ،محمد وقاص، ژوبل شوی دی. ژوبل پولیس سرتیری د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوی، چرته چې یې درملنه روانه ده.

 

پولیسو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د وسله والو د موندلو لپاره یې د لټون او پلټنې پراخ عملیات پېل کړي دي، تر دا مهال د دې برید ذمه واري چا نه ده منلې.