پېښور : د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د غړو د مراعاتو په قانون کې هغه لانجمنې مادې ،د اګست په ۸مه، واپس اخیستې دي چې له مخې به یې د اسمبلۍ غړو او د هغوي مېرمنو یا خاوندانو ته د ټول عمر لپاره سرکاري پاسپورټونه او د وسلو لایسنسونه ورکول کېدل.
د نوي بدلون له مخې، سرکاري پاسپورټ به یوازې د اسمبلۍ د غړیتوب تر مودې پورې اعتبار لري. د ټول عمر د وسلو لایسنسونه هم له اتو څخه څلورو ته کم شوي دي.
په قانون کې د اسمبلۍ غړو د نیولو په اړه ورکړل شوی ځانګړی تحفظ هم ختم شوی دی. پر خبریالانو د جرمانو او سزاګانو مادې هم بدلې شوې او جرمانې او سزاوې کمې شوې دي.
اعلا وزیر سهیل اپریدي د ولس او رسنیو له سختو نیوکو وروسته د قانون د بیا کتنې امر کړی و. د اسمبلۍ غړو د حکومتي بنچ د غړي ،غازي اکرام، له خوا وړاندې شوی تعدیلي قانون منظور کړ.
اسمبلۍ په یوه متفقه قرارداد کې ویلي دي چې هریپور، ایبټ اباد او د هزاره ټولې سیمې د خیبر پښتونخوا برخه دي او وفاق ته یې د منتقل کولو هره منصوبه نه مني.
په قرارداد کې ویل شوي دي چې د خیبر پښتونخوا ولس پر کانونو، ځنګلونو، اوبو برېښنا منصوبو او نورو طبیعي وسایلو اساسي حق لري. اسمبلۍ له وفاقي حکومته غوښتي دي چې د صوبې جغرافیایي او انتظامي حیثیت ته درناوی وکړي.


شال نیوز