کراچۍ / اسلام اباد : په پاکستان کې د مال وړونکو ګاډو او د تېلو ټانکرونو ملکي هړتال دویمې ورځې ،د اګست ۹مې، ته غځېدلی دی. د ټرانسپورټ د اتحادیې په وینا، له څلور لکو زیات ګاډي درول شوي او د بندرونو، کارخانو او برامداتو لپاره د مالونو د لېږد بهیر اغېزمن شوی دی.
د مال وړونکو ګاډو خاوندان او چلوونکي وايي، چې د تېلو د بیې د ټاکلو اوسنی نظام د هغوي د کاروبار لګښتونه زیاتوي. دوي غوښتنه کوي چې د تېلو بیه دې د ورځني بدلون پر ځای په میاشتني ډول وټاکل شي، څو ټرانسپورټران وکولی شي خپل لګښتونه په روښانه توګه حساب کړي.
ټرانسپورټران همداراز غواړي چې پر دوي لګېدونکې مالیه له اووه سلنې څخه دوه سلنې ته راکمه شي. د دوي په وینا، لوړه مالیه د بار وړلو لګښت زیاتوي او د ګاډو خاوندان او چلوونکي له مالي ستونزو سره مخ کوي. د مال وړونکو ګاډو اتحادیه د لویو لارو د ټولونو د فیسونو د کمولو غوښتنه هم کوي. ټرانسپورټران وايي، چې د تېلو بیه، مالیه او د ټولونو فیسونه د هر سفر لګښت لوړوي او د بار وړلو کاروبار یې تاواني کړی دی.
د هړتال له امله د بندرونو څخه د هېواد بېلابېلو سیمو ته د مالونو لېږد اغېزمن شوی دی. د کارخانو لپاره د مالونو رسونه او د توکو انتقال هم له ځنډ او ستونزو سره مخ شوی دی. که هړتال اوږد شي، د سوداګریزو مالونو پر رسولو، صنعتي فعالیتونو یې اغېز نور هم زیاتېدی شي.
د ټرانسپورټ اتحادیې په وینا، تر اوسه له څلور لکو زیات ګاډي درول شوي دي. دا شمېر د اتحادیې له خوا ورکړل شوی او د حکومت له لوري یې د کره والي په اړه جلا څرګندونه نه ده شوې.
حکومت غواړي ،د اګست په ۱۱مه، له ټرانسپورټ اتحادیې سره خبرې وکړي. تمه ده په دغو خبرو کې د تېلو د بیې، مالیې او ټالونو په اړه د ټرانسپورټرانو د غوښتنو ترڅنګ د هړتال د ختمېدو پر لارو هم بحث وشي.
د راپورونو له مخې، حکومت د ټرانسپورټ د ستونزې د حل لپاره له اتحادیې سره د خبرو پرېکړه کړې، خو تر اوسه د هړتال د پای ته رسېدو په اړه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.


شال نیوز