پېښور : د جماعت اسلامي پاکستان امیر ،حافظ نعیم الرحمن، ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د امن ټینګښت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده او پر طبیعي سرچینو، معدنیاتو او نورو ملي شتمنیو د سیمې د ولس لومړی حق دی.

 

نوموړي ،د اګست په ۹مه، په پېښور کې د المرکز اسلامي په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې که ځوانانو ته د کار او روزګار زمینه برابره شي، د سیمې د ستونزو په حل کې به مهم پرمختګ رامنځته شي. هغه له حکومته وغوښتل چې د خیبر پښتونخوا ولس ته د خپلو طبیعي سرچینو او معدنیاتو حق ورکړي.

 

حافظ نعیم الرحمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر ځنډېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو سوداګر د پولې د سوداګرۍ له بندېدو سخت اغېزمن شوي دي. هغه غوښتنه وکړه چې سوداګري دې بېرته پېل او د دواړو هېوادونو په مشوره دې د پولې په اوږدو کې ګډ سوداګریز زون جوړ شي.

 

د جماعت اسلامي امیر وویل، چې اسلام‌ اباد او کابل باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د افغانستان خاوره باید هېڅکله د پاکستان پر ضد د وسله والو بریدونو لپاره ونه کارول شي. نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو زده‌ کوونکو ته د سفر د اسانتیاوو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د اړیکو د ښه کولو لپاره باید د سعودي عربستان او ترکیې ملاتړ هم ترلاسه شي.

 

هغه په افغانستان کې د طبي زده‌ کړو کوونکو پاکستانیانو د اسنادو د پاکستان طبي او غاښونو شورا له خوا د نه منلو مخالفت وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د دغو زده ‌کوونکو طبي سندونه دې ومنل شي.

 

حافظ نعیم الرحمن د تیراه درې د هغو اوسېدونکو د بېرته ستنېدو غوښتنه هم وکړه چې د امنیتي عملیاتو له امله له خپلو سیمو ایستل شوي دي. نوموړي وویل، چې له خلکو سره ژمنه شوې وه چې عملیات به په یوه میاشت کې بشپړ شي او هغوي به خپلو کورونو ته ستانه شي؛ خو څو میاشتې تېرې شوې او لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

 

د جماعت اسلامي مشر اعلان وکړ چې د پټرولیم لېوي، خپلواکو برېښناکوټو او د اشرافي طبقې د امتیازاتو پر ضد به د دغه ګوند احتجاجونه دوام ولري. د نوموړي په وینا، د اګست پر ۱۶مه به د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اعلا وزیرانو د ماڼیو، او د سند او بلوچستان د ګورنرانو د ماڼیو مخې ته احتجاجي پرلتونه ودرول شي.

 

هغه دعوه وکړه چې واکمنه اشرافي طبقه او بېلابېلې مافیاوې هر کال له حکومته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امتیازات اخلي او د پټرولیم لېوي له لارې پر ولس دروند مالي بار اچول شوی دی.

 

حافظ نعیم الرحمن وویل، چې جماعت اسلامي د شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د ولس د حقونو لپاره احتجاج کوي. هغه له خلکو، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا له ځوانانو، وغوښتل چې په دغو احتجاجونو کې پراخ ګډون وکړي.

 

نوموړي د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون مهم پرمختګ وباله او غوښتنه یې وکړه چې ایران، مالیزیا، اندونیزیا او نور اسلامي هېوادونه هم په دغه تړون کې شامل کړل شي.

 

هغه د پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او نورو مخالفو ګوندونو د احتجاجي پرلتونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ولس د حقونو لپاره به د جماعت اسلامي احتجاجي لړۍ روانه وي.