واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د توې خلې تحصیل په زرملن سیمه کې ناڅرګنده وسله والو په ډزو دوه کسان وژلي دي. د پولیسو سرچینو په وینا، پېښه ،د اګست په ۹مه، د زرملن اړوند د دواسرکۍ په سیمه کې شوې ده.

 

د سرچینو له مخې، په پېښه کې د وژل شوي کسانو پیژندنه د ملک بادشاه سلیمان‌ خېل او حاجي ګل سلیمان‌ خېل، چې ټیکه ‌دار و، په نامو شوې ده.

 

پولیس وايي، چې د پېښې علت لا نه دی معلوم او پلټنې روانې دي. ځايي خلکو له حکومته د رڼو پلټنو او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

 

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسولیت ندی منلی.