کرمه : د کوزې کرمې په ساتین سیمه کې ،د اګست په ۹مه، د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو خواوو ترمنځ په دوه اړخیزه ډزو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
پولیس وايي، په وژل شویو کسانو کې حمید خان، د هغه زوې یعقوب خان او قاضي احمد شامل دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کې پلار او زوې هم شامل دي، په داسې حال کې چې د حمید خان بل زوې په پېښه کې ژوبل شوی دی.
پولیس وايي، چې ژوبل کسان او د وژل شویو کسانو مړي روغتون ته رسول شوي دي، چرته چې د ژوبلو کسانو درملنه روانه ده. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي.
د سرچینو په وینا، ډزې د ځمکې د ملکیت پر سر د پخوانۍ دښمنۍ له امله شوې دي؛ خو پولیس وايي، چې د پېښې بشپړ حقیقتونه به د پلټنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.


شال نیوز