کابل : د خالد بن ولید قول اردو مسوولین وایي، چې په ختیځ زون کې ،د اګست په ۹مه، د کشفي عملیاتو پر مهال ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې، زرګونه مرمۍ او سلګونه نور پوځي مهمات نیول شوي دي.
د قول اردو ویاند وحید الله محمدي دعوه کوي چې په نیول شویو وسلو کې کلاشینکوفونه، M-16، هاوانونه، اګایس او درازکوف شامل دي او د ځینو وسلو د پاکستان له لوري افغانستان ته د لېږلو دعوه هم شوې ده.
نوموړي زیاته کړې ده چې نیول شوې وسلې او مهمات وروسته اړوندو امنیتي ارګانونو ته سپارل شوي دي.


شال نیوز