نوښار : د پاکستان د نورو برخو په څېر په نوښار کې هم د خپلو غوښتنو په ملاتړ د ګاډو، کنټینرونو او ټانکرونو د مالکانو هړتال ،د اګست په ۹مه، درېیمې ورځې ته داخل شوی دی. د اټک خیراباد پل، رشکۍ انټرچېنج او تاروجبې په سیمو کې د ټرانسپورټرانو احتجاجي پرلتونه روان دي.

 

د احتجاج له امله د موټرو اوږده قطارونه جوړ شوي دي. د راپورونو له مخې، د هړتال د پرېکړې خلاف د تګ په تور د لسګونو ټرکونو له ټایرونو هوا ایستل شوې او د ځینو ټرکونو مالونه پر سړک غورځول شوي دي. احتجاج کوونکو د حکومت پر اقداماتو سختې نعرې وهلې دي.

 

د خیبر پښتونخوا د مال وړونکو موټرو د اتحادیې صوبايي صدر سکندر خان ویلي دي، چې تر هغو چې د ټرانسپورټرانو غوښتنې ونه منل شي، هړتال به دوام ولري.

 

هغه ویلي دي، چې د ګاډو، کنټینرونو او ټانکرونو مالکان د ګرانۍ، د ډیزل د بیو د ورځني بدلون، ټال ټېکسونو او نورو مالیاتو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په وینا، د رشوت اخیستلو لړۍ هم روانه ده او که ډرېوران پیسې ورنه کړي، په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي.

 

ټرانسپورټرانو ویلي دي، چې مال وړونکې ګاډۍ به یوازې په کارخانو او بندرونو کې مال ښکته کوي، خو له بندرونو او کارخانو څخه د وارداتي او صادراتي کنټینرونو بارول یې په بشپړ ډول درولي دي.

 

د اتحادیې صوبايي عمومي سېکرټري حاجي اطلس خان ویلي دي، چې له حکومت سره یې څو غوښتنې مطرح کړې دي. په دغو غوښتنو کې د ډیزل د بیو د هره ورځ بدلېدو ختمول، د ټال ټېکس د ۲۰۲۴م کال د جون د ۳۰مې نېټې د مهالویش له مخې ټاکل، د ود هولډنګ ټېکس دوه سلنې ته راکمول او د ټوکن، پرمټ او فټنس ټېکسونو وروستی زیاتوالی بېرته اخیستل شامل دي.

 

نوموړي د موټروې او ټرافیک پولیسو د ناعادلانه چلند، د زیات بار په نوم د درنو جرمانو او د ګمرک، اېف بي ار او اېکسایز ادارو د پلټنو په نوم د ټرانسپورټرانو د ځورولو د لړۍ د ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

 

حاجي اطلس خان خبرداری ورکړی دی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، په راتلونکي پړاو کې به د هېواد لویې لارې وتړي. د ده په وینا، له کراچۍ څخه تر خیبره ټرانسپورټران به اسلام‌ اباد ته اوږد مارچ وکړي او د اسمبلۍ مخې ته به پرلت ووهي، چې تر غوښتنو منل کېدو پورې به دوام ولري.