پاړاچنار : د تحریک جعفریه بنسټګر او مشر ،علامه سید عارف الحسیني، ۳۸م تلین ،د اګست په ۹مه، په عقیدت او درناوي سره ولمانځل شو. د تلین مرکزي دستوره د هغه په پلرني کلي پیواړ کې د شهید پر مزار ترسره شوه.
د پاړاچنار په څنډه کې د پیواړ سیمې د علامه عارف الحسیني شهید پر مزار په شوې دستوره کې د علماوو ترڅنګ د ژوند د بېلابېلو برخو ګڼ شمېر کسانو ګډون وکړ.
دستورې ته په وینا کې پخواني سېنېټر علامه عابد الحسیني، علامه سید تجمل حسین، حاجي یونس علي او اخلاق حسین وویل، چې علامه عارف الحسیني شهید د مسلمانانو ترمنځ د یووالي ستر علمبردار و او خپل ټول ژوند یې د اسلامي امت د اتحاد او یووالي لپاره وقف کړی و.
ویناوالو وویل، چې په کرمه ضلعه کې د مرکزي لویې لارې له تېرو دوو کلونو راهیسې بند پاتې کېدل د سختې اندېښنې وړ دي. علامه عابد الحسیني وویل، چې د اوږدې مودې راهیسې د لارو د بندېدو له کبله د سیمې په لکونو اوسېدونکي د بندیانو په څېر ژوند کولو ته اړ شوي دي او حکومت باید سمدستي پام ورته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د تحریک جعفریه مشر علامه سید عارف الحسیني په ۱۹۸۸م کال کې د پېښور په یوه مدرسه کې د ناپېژاندو کسانو لخوا په ډزو شهید کړل شوی و.


شال نیوز