جیزان / صنعا : د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې د ګډ دفاعي تړون له لاسلیک دوه ورځې وروسته، د یمن حوثیانو دعوه کړې ده چې د سعودي عربستان په جیزان ښار کې یې د ارامکو د تېلو چاڼځای د یوې بې‌ پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه کړی دی.

د حوثیانو د وسله‌ والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي دي، بې‌ پیلوټه الوتکې پر هدف کره لګېدنه کړې ده. هغه دعوه کړې ده چې دا عملیات د سعودي د بې‌ پیلوټه الوتکو له خوا د یمن د صعدې او حجه سیمو پر فضايي حریم د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

سریع د برید دقیق وخت، د کارول شوې بې‌ پیلوټه الوتکې ډول، د چاڼځای د زیان کچه او د احتمالي مرګ‌ ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. د حوثیانو دعوه تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د سعودي د انرژۍ وزارت ویلي دي، چې ،د اګست په ۹مه، سهار د جیزان په ښار کې د ارامکو په یوه تاسیسات کې اور لګېدلی و، خو اور وروسته قابو کړل شو او په پېښه کې د مرګ‌ ژوبلې راپور نه شته. وزارت د اور لګېدو علت نه دی څرګند کړی او د حوثیانو د برید دعوه یې هم په رسمي توګه نه ده تایید کړې.

د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست پر اوومه په مکه کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له خوا لاسلیک شو. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌ وال برید به د ټولو پر ضد برید ګڼل کېږي او درې واړه هېوادونه به د دفاعي همکارۍ کچه نوره هم لوړه کوي.

د ترکیې خارجه وزیر هاکان فیدان ویلي دي، چې دغه تړون له ناټو د پنځمې مادې سره تخنیکي ورته والی لري، خو د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی. پاکستان هم ویلي دي چې تړون دفاعي بڼه لري او موخه یې د سیمې د امنیت پیاوړتیا ده.

جیزان د سعودي عربستان په سویل لوېدیځ کې، د یمن پولې ته نږدې او د سره سمندرګي پر غاړه پرته سیمه ده. د راپورونو له مخې، د ارامکو د جیزان چاڼځای د ورځې شاوخوا څلور لکه بېرله خام تېل د پروسس کولو وړتیا لري، خو دغه مرکز د جولایۍ له وروستیو راهیسې له کاره درول شوی و.

د حوثیانو دا دعوه په داسې وخت کې شوې چې په سیمه کې پوځي کړکېچ زیات شوی دی. تر دې دمه سعودي چارواکو د احتمالي ځوابي اقدام په اړه څه نه دي ویلي، او د برید او اور لګېدو ترمنځ مستقیمه اړیکه هم لا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.