سمنګان : د افغانستان د طلوع نیوز لخوا ،د اګست په ۸مه، د يو راپور له مخې، د سمنګان د خلم ولسوالۍ د ینګي اریغ کلي سلګونه کورنۍ د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له امله نږدې ۲۰ کیلومتره سفر کوي. د کلي اوسېدونکي وايي، چې د دوي په سیمه کې موجودې اوبه تروې او ترخې دي او د انسانانو د څښلو وړ نه دي.
د کلي اوسېدونکی عبدالجبار وايي، چې د کلي اوبه دومره تروې دي چې خلک یې د څښلو لپاره نه شي کارولی؛ له همدې امله دا اوبه یوازې څاروو ته ورکول کېږي.
بل اوسېدونکی صفت الله وايي، چې خلک د څښلو اوبه له تاشقرغان څخه راوړي او د هر بېرل بیه یې ۲۰ افغانۍ ده. د ده په وینا، د اوبو راوړلو سفر په څاروي شاوخوا یو ساعت او په زرنج موټر نږدې ۴۰ دقیقې وخت نیسي.
خلک وايي، چې د پاکو اوبو نشتوالي د دوي ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دوي په وینا، هغه کورنۍ چې اقتصادي وس یې درلود، له کلي څخه وتلې دي؛ البته بې وزله کورنۍ لا هم په کلي کې پاتې دي او له دې ستونزې سره مخ دي.
اوسېدونکو له اړوندو حکومتي ادارو غوښتي دي چې د پاکو اوبو د دایمي رسولو پروژه زر منظوره او عملي کړي. دوي وايي، چې د اوبو راوړلو دا لنډمهاله انتظام د سلګونو کورنیو ستونزه نه شي حل کولی.
د سمنګان د کلیو د بیارغونې او پرمختګ ادارې چارواکي وايي، چې د ینګي اریغ کلي سروې شوې او له کلي شاوخوا اووه کیلومتره لرې، د شهیدان په علاقه کې د اوبو مناسبه سرچینه موندل شوې ده. د دغې ادارې د انجینرۍ د خدمتونو مشر یما فرامرز وايي، چې د اوبو د سرچینې سروې بشپړه شوې او د اوبو رسولو پروژه د منظورۍ لپاره وزارت ته لېږل شوې ده. البته، د پروژې د منظورۍ او عملي کار د پېل کره نېټه لا نه ده اعلان شوې.
د راپور له مخې، په سمنګان کې اوږدې وچکالۍ او د اوبو د سرچینو کمېدو په کلیوالو علاقو کې د څښلو اوبو ته لاسرسی لا سخت کړی دی. د اوبو کمښت د خلکو پر کرنې، مالدارۍ او د ژوند پر نورو چارو هم اغېز کړی او ځینې کورنۍ یې له خپلو مېنو وتلو ته اړې کړې دي.


شال نیوز