اسلام‌ اباد : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، ویلي دي، چې له سعودي عرب او ترکیې سره د مکې په ښار کې شوی درې اړخیز دفاعي تړون د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی، بلکې موخه یې د درېواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ، امنیت او سیمه ‌ییز ثبات پیاوړتیا ده.

 

اسحاق ډار ،د اګست پر ۹مه، په یو بیان کې ویلي دي، چې د مکې ګډ دفاعي تړون په بشپړه توګه دفاعي بڼه لري او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد پکې هدف نه دی ټاکل شوی. نوموړي زیاته کړې چې تړون د درېواړو هېوادونو ګډه اراده څرګندوي چې په سیمه کې د سولې، امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره خپلې هڅې همغږې کړي.

 

د تړون له مخې، که پر پاکستان، سعودي عرب یا ترکیې له ډلې پر یوه هېواد بهرنی وسله ‌وال برید وشي، دغه برید به پر ټولو درېواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي. پاکستان وايي، چې دا اصل د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د انفرادي او ګډې دفاع له حق سره سمون لري.

 

ډار ویلي دي، چې د مکې تړون د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې پخواني دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه نه ختموي او نه یې ځای نیسي. د هغه په وینا، پاکستان به له نورو سیمه ‌ییزو هېوادونو سره هم د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د سیمې هغه هېوادونه هم د تړون له چوکاټ سره یوځای کېدی شي چې د تړون اصول ومني، د اختلافاتو د حل لپاره متقابل درناوی، همکاري او سوله‌ ییزې لارې غوره کړي.

 

دغه تړون د اګست پر ۷مه په مکه کې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له خوا لاسلیک شو. د تړون لاسلیک په داسې وخت کې شوی دی چې د امریکا او ایران ترمنځ سیمه‌ ییزې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم ویلي دي چې تړون د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه دی. هغه ویلي دي، چې د برید په صورت کې به د پوځي مرستې اندازه او ډول د درېواړو هېوادونو د سلا مشورو له لارې ټاکل کېږي. د هغه په وینا، د تړون د پراخولو امکان هم شته او مصر د احتمالي غړیتوب لپاره له یادو شوو هېوادونو څخه دی.

 

د عامه شوو معلوماتو له مخې، په تړون کې د سرتېرو مشخص شمېر، د ګډې پوځي قوماندې جوړښت، د پوځي مرستې عملي طریقه او د اټومي وسلو په اړه کوم ښکاره شرط نه دی بیان شوی. د تړون د عملي کېدو نور جزییات به د درېواړو هېوادونو د وزیرانو په لومړۍ ګډه غونډه کې ټاکل کېږي.

 

د اسلام‌ اباد دفاعي شنونکي وايي، چې د ګډې دفاع اصل له کبله دغه تړون د ناټو د پنځمې مادې سره ورته والی لري، خو دا وختي ده چې له ناټو سره یې په بشپړ ډول برابر وبلل شي؛ ځکه د تړون عملیاتي جوړښت او د غړو هېوادونو د مرستې حدود لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي.

 

پاکستان او سعودي عرب تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر کې جلا دفاعي تړون لاسلیک کړی و، په داسې حال کې چې د پاکستان او ترکیې ترمنځ پوځي او دفاعي همکاري هم په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده.