لاهور / کابل : د پنجاب د کورنیو چارو ادارې ،د اګست په ۹مه، ویلي دي، چې د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د منصوبې له پېل راهیسې په مجموعي توګه ۲۶ لکه، ۸۹ زره او ۲۹۵ افغانان خپل هیواد ته بېرته لېږدول شوي دي.
د ادارې په وینا، له پنجاب صوبې څخه ۱۴۰ زره او ۴۶۸ بې اسناده افغانان بېرته لېږدول شوي دي. ادارې ویلي دي، چې په پنجاب کې ۳۹ د بهرنیو ناقانونه کسانو لپاره لنډ مهاله مرکزونه فعال دي چې دا وخت پکې ۱۸۸ افغانان ساتل کېږي. د چارواکو په وینا، په دغو مرکزونو کې د افغانانو د لنډمهاله ساتنې، رجسټرېشن او افغانستان ته د بېرته لېږدولو انتظام شوی دی.
د پنجاب د کورنیو چارو ادارې ویلي دي، چې د وفاقي حکومت د پالیسۍ له مخې هغه افغانان بې اسناده بلل کېږي چې د پاکستان د اوسېدو لپاره ویزه ونه لري. د ادارې په وینا، د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د بې اسناده بهرنیو وګړو تلاشي روانه ده او نیول شوي کسان هولډنګ سنټرونو ته منتقل کېږي.
پاکستان د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو منصوبه د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې اعلان کړې وه. حکومت د دې منصوبې د پلي کولو لپاره امنیتي اندېښنې او په هېواد کې د وسله والو بریدونو زیاتوالی دلیل بللی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي دي، چې د افغانانو د نیولو او بېرته لېږدولو په بهیر کې د قانوني اسنادو لرونکو کسانو د اغېزمنېدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي. دې ادارې خبرداری ورکړی دی چې ځینې بېرته لېږدول کېدونکي کسان ښیي په افغانستان کې د تحفظ له جدي خطرونو سره مخ شي.
د افغانانو د بېرته لېږدولو دې روانې منصوبې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو هم اغېز کړی او ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو پرې اندېښنې څرګندې کړې دي.


شال نیوز