ډېره اسماعیل خان / ټانک / سویلي وزیرستان : د ډېره اسماعیل خان ډویژن د ډېره اسماعیل خان، ټانک، بر سویلي وزیرستان او کوز سویلي وزیرستان ضلعو کې ،د اګست په ۱۰مه، د ۱۴۴مې دفعې له مخې د تګ راتګ د بندیز جلا جلا حکمونه صادر شوي دي.

 

د حکمونو له مخې، په ډېره اسماعیل خان کې به بندیز د سهار له ۶ بجو تر ماښام ۶ بجو پورې، په داسې حال کې چې په ټانک، بر سویلي وزیرستان او کوز سویلي وزیرستان کې به له سهار ۶ بجو تر ماښام ۷ بجو پورې نافذ وي.

 

د ډېره اسماعیل خان د ډپټي کمشنر د حکم له مخې، د ډېره اسماعیل خان - ټانک سړک د طارق شهید له سیمې تر بهګوال پورې او د اقبال فورټ له سیمې تر بهګوال پورې لارې تړل کېږي. کلاچي - هتاله، کوټ اټل - ګړه عبدالله او لاندې لینک سړکونه هم د بندیز په محدوده کې شامل دي: تکواړه - هتاله، پوتاه - بده، کانوړي - ګړه محبت، چهکان کلی - ډارباري او پوتاه - کوټ عیسی خان. پوتاه - هتاله بازار به هم له سهار ۶ بجو تر ماښام ۶ بجو پورې تړلی وي.

 

په ټانک کې د کور فورټ - خرګي - جنډوله له لارې د بر سویلي وزیرستان تر پولې پورې تګ راتګ بند وي. د ډبرې - کور، فورټ - ګرداوي - ګومل زام بند او ګلګې کوټ - ډبرې لارې هم د بر سویلي وزیرستان تر پولې پورې تړل شوې دي.

 

د ټانک - جنډوله، ټانک - ډېره اسماعیل خان، ډېره اسماعیل خان - ټانک بای پاس، صدقي- کوټ، پښتانه - ټانک، دیال - ټانک بای پاس، چاډرار - ګړه، مټو - ګړه حیات، بودها - ادم اباد - ګړه حیات، شاه زماني - ګړه حیات، اکا خېل - ګړه پټار، اکا خېل - بولتان اباد، چیسان کچ - بولتان اباد، ګړه محبت - بهګوال، چینه- بهګوال، پیر اباد - بهګوال، محرم - منجي خېل، کوټ الله داد - منجي خېل، باړه خېل - رانووال او ګړه شهباز - رانووال لارې هم بندې دي.

 

په بر سویلي وزیرستان کې د سروېکۍ او لداخ په تحصیلونو او سب‌ ډویژنونو کې د بازارونو او مارکیټونو پر پرانیستلو هم بندیز لګېدلی دی. په دې ضلع کې لداخ - مکین - تباې سر- بي‌ بي بي ار، ساراروغه - کوټکۍ - سپینکۍ رغزۍ- نظرخېل، درګۍ برج - مادي جان - شین وارسک - مولای خان سرای - چغملایي - ژډل او سروېکۍ - مولای خان سرای - بروند لارې تړلې دي.

 

په کوز سویلي وزیرستان کې د واڼا تحصیل د ټاکلو سیمو، په ګډون د واڼا بازار او واڼا بای پاس، د سهار له ۶ بجو تر ماښام ۷ بجو پورې د تګ راتګ بندیز نافذ وي. واڼا - تیارزه ګېټ - کرب کوټ - تنایي - عزیز اباد چوک - درګۍ برج او ګل کڅ - توۍ خوله - تنایي لارې هم تړلې دي.

 

د رسمي حکمونو له مخې، امبولانسونه، د اور وژنې موټرونه او نورې بېړنۍ خدمتي ادارې له بندیزه مستثنا دي. په نورو مواردو کې یوازې هغو کسانو او موټرو ته د پولیسو یا امنیتي ځواکونو په اجازه د تګ راتګ اجازه ده چې بېړنی حالت ولري، او باید د پېژندپاڼې یا د موټر اسناد وړاندې کړي. د امنیتي ځواکونو د موټر له لیدلو سره سم به نور موټرونه ۵۰ متره لرې ودرول کېږي.

 

په ټانک، بر سویلي وزیرستان او کوز سویلي وزیرستان کې د حکمونو د سرغړونې په صورت کې د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې د قانوني اقدام خبرداری ورکړل شوی دی.