واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د واڼا په ډوګ سیمه کې د ال پاکستان ملک جهانزېب شهید فوټبال ټورنامنټ پایلوبه ،د اګست په ۹مه، د کمباینډ فوټبال کلب اعظم ورسک او وزیر کلب واڼا ترمنځ ترسره شوه.
دواړو لوبډلو د لوبې په ټاکلي وخت کې د بریا لپاره پوره هڅې وکړې، خو تر پایه ګټونکی ونه ټاکل شو. وروسته د لوبې پرېکړه د پنالټۍ د لارې وشوه، چې کمباینډ فوټبال کلب اعظم ورسک پکې وزیر کلب واڼا ته ماتې ورکړه او د ټورنامنټ ټرافي یې وګټله.
د پایلوبې د لیدلو لپاره د واڼا او شاوخوا سیمو ګڼ شمېر د فوټبال مینه وال لوبغالي ته راغلي وو. نندارچیانو د دواړو لوبډلو د لوبغاړو هڅې وستایلې او د لوبې پر مهال یې د خپلې خوښې لوبډلو ملاتړ وکړ.
د سیمې خلکو وویل چې د داسې سپورټي سیالیو جوړول ځوانان مثبتو او صحتمند فعالیتونو ته هڅوي. د دوي په وینا، سپورټ د ځوانانو وړتیاوې پیاوړې کوي او په سیمه کې د امن، ورورولۍ او یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري.
د ټورنامنټ کمېټۍ د پایلوبې له ټولو مېلمنو، لوبغاړو، نندارچیانو، سیمه ییزو مشرانو او مرسته کوونکو مننه وکړه. کمېټۍ وویل چې د دې ټورنامنټ موخه ځوانانو ته د خپلو وړتیاوو د څرګندولو زمینه برابرول او په سیمه کې د فوټبال فعالیتونو ته وده ورکول دي.
د ټورنامنټ په پای کې ګټونکې لوبډلې ته ټرافي او نورې جایزې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د غوره لوبې کولو لوبغاړي هم وستایل شول.


ظفر وزير