اسلام اباد : د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (این ډي ایم ای) وايي، چې د جون له ۲۶مې تر اګست ۹مې پورې په ټول هېواد کې د موسمي بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او نورو اړوندو پېښو له امله لږ تر لږه ۱۵۳ کسان وژل شوي او ۴۵۷ نور ټپیان شوي دي.
د اګست پر ۹مه خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې، په مړو کې ۷۳ ماشومان، ۵۱ نارینه او ۲۹ ښځې شاملې دي. تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې، چې ۶۴ کسان پکې مړه شوي دي. له دې وروسته په پنجاب کې ۵۴، سیند کې ۱۵، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې ۱۱، بلوچستان کې اته او ګلګت ـ بلتستان کې یو کس مړ شوی دی.
د این ډي ایم اې د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې ۱۵۲ ماشومان، ۱۹۴ نارینه او ۱۱۱ ښځې شاملې دي. همداراز، د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۳۳۹ کورونه زیانمن شوي، چې ۹۰۷ یې نیمه او ۴۳۲ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۷ اعشاریه ۴۴ کیلومتره سړکونه او ۳۸ پلونه هم زیانمن شوي دي. په دغو پېښو کې ۵۷۶ څاروي هم له منځه تللي دي.
د چارواکو په وینا، ډېره مرګ ژوبله د اوبو ډوبېدو، د کورونو نړېدو، بجلۍ نیولو او ناڅاپي سېلابونو له امله رامنځته شوې ده.
این ډي ایم ای وايي، چې تر اوسه د ژغورنې ۲۲۲ عملیات ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۴۴۵۵ کسان ژغورل شوي یا خوندي سیمو ته انتقال شوي دي. په پنجاب او ګلګت ـ بلتستان کې ۸۱ د مرستو مرکزونه هم جوړ شوي دي، چې د معلوماتو له مخې ۸۰۴ کسان پکې ځای پر ځای شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چترال د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله له تر ټولو سختو اغېزمنو سیمو څخه بلل کېږي. د یخچالي جهیلونو د چاودنو، ورېځ چاودنو او ناڅاپي سېلابونو له امله په سیمه کې یو شمېر پلونه او د کلیو ترمنځ نښلوونکې لارې زیانمنې شوې دي.
د ډان د اګست د اوومې نېټې د راپور له مخې، د کوز چترال په ضلعي روغتون کې د بهرنیو ناروغانو څانګې ته مراجعه په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۵۵ سلنه کمه شوې ده. د راپور له مخې، له لرې پرتو کلیو څخه د ناروغانو راتګ هم د لارو د بندېدو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی.
په سېلاب ځپلو سیمو کې ډاکټران د نس ناستې، پیچش او نورو اوبولرونکو ناروغیو د زیاتېدو خبر ورکوي. روغتیايي کارکوونکي د ټایفایډ او ملاریا د احتمالي خپرېدو په اړه هم اندېښنه څرګندوي.
د لارو بندېدو او روغتیايي مرکزونو ته د خلکو د نه رسېدو له امله امیندواره ښځې، نوي زېږېدلي ماشومان، زاړه کسان او هغه ناروغان چې دوامدارې درملنې ته اړتیا لري، له ځانګړو ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او هوا پېژندنې ادارې د وروستي خبرداري له مخې، د اګست له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې د خیبر پښتونخوا، ګلګت ـ بلتستان، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر، اسلام اباد او شمالي پنجاب په ځینو سیمو کې د منځنیو تر سختو بارانونو امکان شته.
په دې موده کې د لویو سیندونو په لوړو سیمو کې هم د بارانونو اټکل شوی دی. چارواکو د سیندونو، غرنیو خوړونو او ښاري سیمو د سېلابونو د احتمالي خطر خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي دي چې د هوا او بارانونو له تازه خبرتیاوو ځانونه خبر وساتي.
د پاکستان د باراني موسم روانه لړۍ په داسې حال کې ده چې د هېواد په ګڼو سیمو کې لا هم د مخکنیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د بیا رغونې او د خلکو د خوندي سیمو ته د انتقال هڅې روانې دي.


شال نیوز