واڼا : په کوز سویلي وزیرستان کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژل شوي ،حاجي ګل، او ،ملک بادشاه، تېر ماښام خاورو ته وسپارل شول. پېښه د اګست پر ۹مه د دره زنده په زرملن سیمه کې رامنځته شوې وه.
د سیمې د پولیسو محرر ،سرباز خان، په رسمي راپور کې ویلي دي، چې وژل شوی حاجي ګل د صدوزي زوې، د سلیمان خېلو د میر خان خېلو څانګې اوسېدونکی او ټیکه دار و، په داسې حال کې چې ملک بادشاه د خیال محمد زوې او د سلیمان خېلو د کامراني څانګې اوسېدونکی و.
د راپور له مخې، حاجي ګل د خانکوټ ـ زرملن سړک ټیکه اخیستې وه او د سړک د پرانیستې لپاره خانکوټ ته روان و چې په لاره کې پرې ناڅرګنده وسله والو ډزې وکړې.
د ملک بادشاه جنازه د مازیګر په پنځو بجو د هغه په کلي ګل کچھ کې وشوه، په داسې حال کې چې د حاجي ګل مړی د هغه د کورنۍ د اوسېدو له امله ډېره اسماعیل خان ته وړل شوی و.


ظفر وزير