اسلام اباد : د پاکستان د ولسمشر ویاند ،مرتضی سولنګي، افغان طالبان «د منځنیو پېړیو وحشیان» بللي او ویلي یې دي چې د دغې ډلې استبدادي واکمني راتلونکی نه لري. سولنګي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د طالبانو د دفاع وزارت دعوه وکړه، چې د افغانستان په ختیځ زون کې یې له پاکستانه قاچاق شوې ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

 

سولنګي ،د اګست په ۹مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي، چې افغانستان د امریکايي او ایتلافي ځواکونو له پاتې شویو وسلو او د شوروي پېر له پوځي وسلو ډک دی. د سولنګي په دعوه، طالبان د سیمې د وسلو تور بازار چلوي، د نشي توکو په سوداګرۍ کې ښکېل دي او بېلابېلو وسله ‌والو ډلو ته پناه ورکوي. سولنګي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه او د طالبانو تر واک لاندې میلیونونه افغانان د دغې ډلې ماهیت پېژني او د طالبانو استبدادي واکمني راتلونکی نه لري.


 



د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول ‌اردو ویاند وحیدالله محمدي ،د اګست په ۹مه، ویلي وو، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د قول ‌اردو ځواکونو ۷۴ میله وسلې نیولې دي. د هغه په وینا، په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، اېم‌۱۶ ټوپکونه، تومانچې، هاوانونه، اګایس، درازکوف ټوپکونه، زرګونه مرمۍ او پوځي وسایل شامل دي. نوموړي دعوه کړې ده چې دغه وسلې له پاکستانه افغانستان ته د تخریبي فعالیتونو لپاره قاچاق شوې وې.

 

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د طالبانو دا دعوه بې بنیاده او له حقایقو سره په ټکر کې بللې ده. وزارت ویلي دي، چې افغانستان د امریکايي او ایتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د پاتې شویو پوځي وسلو او سامانونو لویې زېرمې لري، سربېره پر دې په دغه هېواد کې د شوروي جګړی وسلې هم شته.

 

د پاکستان حکومت ویلي دي، چې په پاکستان د وسلو د قاچاق تور لګول د افغانستان په خاوره کې د وسله ‌والو ډلو د شتون او د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو په اړه د نړیوالې پاملرنې اړولو هڅه ده. اسلام‌ اباد له طالبانو غوښتي دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا د بل هېواد پر ضد د بریدونو لپاره د کارېدو مخه ونیسي.

 

د خبر تر لیکلو پورې طالبانو د مرتضی سولنګي د دغو سختو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.