کراچۍ / کابل : د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم دارالافتاء ویلي دي، چې ښځې او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په رعایت او له نارینوو څخه په بېلو تعلیمي مرکزونو کې زده کړه وکړي، چې طبي زده کړې هم په کې شاملې دي.
دا فتوا د بي بي درانۍ په غوښتنه ،د اګست په ۱۰مه، صادره شوې ده. درانۍ په پاکستان کې د هریپور ښار افغانه کډواله ده او د مې پر ۱۷مه یې له دارالعلوم کراچۍ څخه غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو، په ځانګړې توګه د طب، نرسېنګ او ښوونې د برخو په اړه خپل شرعي نظر څرګند کړي.
درانۍ په خپله غوښتنه کې ویلي وو چې په پاکستان کې ګڼې افغانې ښځې او نجونې د حجاب په رعایت سره په طبي کالجونو، نرسېنګ مرکزونو او نورو تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي؛ خو د افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر له امله کورنۍ اندېښمنې دي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته به د خپلو لوڼو د زده کړو راتلونکی څه وي.
هغې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې هم د اسلامي حجاب په چوکاټ کې او له نارینوو څخه په بېل تعلیمي نظام کې د ښځو زده کړې دوام ومومي. د دارالعلوم کراچۍ دارالافتاء په ځواب کې ویلي چې د طب په څېر برخو کې د ښځو زده کړه، د شرعي شرایطو په رعایت سره، روا ده.
په فتوا کې ټینګار شوی دی چې د ښځو تعلیمي مرکزونه باید له نارینوو څخه بېل وي او د ښځو او نارینوو ګډ تعلیمي چاپېریال باید موجود نه وي. ښځې باید تعلیمي مرکزونو ته د تګ راتګ پر مهال شرعي حجاب هم رعایت کړي.
دارالعلوم کراچۍ ویلي دي، چې د ښځو زده کړه باید تر ډېره د ښځینه ښوونکو لخوا ترسره شي. که ښځینه ښوونکې موجودې نه وي، نو باوري او صالح نارینه ښوونکي کولی شي د شرعي شرایطو په رعایت او د پردې تر شا ښځو ته زده کړه ورکړي.
په فتوا کې له زده کړو وروسته د دندې پر مهال هم د حجاب او نورو شرعي احکامو پر رعایت ټینګار شوی دی.
دا فتوا په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو په پراخه کچه خپره شوې ده. د پاکستان د ولسمشر ویاند هم دا فتوا په خپل اېکس حساب کې بیا خپره کړې ده.
طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو او په طبي انسټېټیوټونو کې د هغوي پر زده کړو بندیز لګولی دی. طالبان وایي، چې د ښځو او نجونو د زده کړو لپاره لا هم لازم شرایط نه دي برابر شوي.
په افغانستان کې د میندو د مړینې لوړه کچه او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو محدود لاسرسی د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. افغانستان دا مهال په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې دي.


شال نیوز