کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند، جنرال دولت وزیري، وايي چې که طالبان ورته د جاروکشي دنده هم ورکړي، په ویاړ به یې ترسره کړي.
نوموړي ،د اګست په ۱۰مه، په یوه مرکه کې ویلي: «نه طالبانو راته د دندې وړاندیز کړی او نه ما ورسره په دې اړه څه خبرې کړې دي؛ خو که د جاروکشي دنده هم راکړي، په ویاړ به یې ترسره کړم.»
دولت وزیري زیاته کړې ده چې له خپل هېواد سره ډېره زیاته مینه لري او د افغانستان د عزت لپاره هر ډول کار ته تیار دی، ان که د هېواد په سړکونو کې جاروکشي هم وي.
هغه ویلي دي چې د طالبانو د واکمنۍ له پېل وروسته یې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو ته سفرونه کړي دي، خو د بدخشان او هرات ځینې ولسوالۍ یې لا نه دي لیدلې او په نږدې راتلونکي کې به دغو سیمو ته هم سفر وکړي.
جنرال دولت وزیري د خپل هېواد او سیمه ییزو سیمو سره د خپلې مینې په اړه ویلي: «د کونړ دانګام ولسوالۍ په ټوله اروپا او سویس نه بدلوم، دانګام له فرانسې سره نه بدلوم او د ځدراڼو دره په ټول لوېدیځ نه بدلوم.»
دولت وزیري پنځه کاله وړاندې، د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته، له افغانستانه وتلی و؛ خو یو کال وروسته د طالبانو د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته ستون شو. هغه اوس په کابل کې ژوند کوي او په خپلو څرګندونو کې یې ټینګار کړی دی چې له سیاسي اختلافونو سره سره، له افغانستان سره خپله مینه او تړاو نه شي پرېکولی.


شال نیوز