اسلام‌ اباد : افغان خبریال ،سید قاسم هاشمي، او فلمي ستوری ،حامد احساس، له جولایۍ څلورمې راهیسې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌ اباد کې لادرکه دي. د دواړو کسانو کورنیو ،د اګست په ۱۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې هاشمي او احساس د جولایۍ پر څلورمه د ماښام له اتو بجو وروسته له کوره وتلي وو، خو له هماغه وخته یې له کورنیو سره اړیکه پرې شوې ده.

 

د حامد احساس د مېرمنې په وینا، دواړه کسان د کامرې د یوه لینز د اخیستو لپاره له کوره وتلي وو. هغوي ملګري وو، خو تر اوسه یې کورنیو نه دي موندلي او نه هم د هغوي د برخلیک په اړه باوري معلومات ترلاسه شوي دي.

 

کورنۍ وایي، چې د اړیکې له پرې کېدو وروسته یې د دواړو کسانو د موټر د ځای معلومولو لپاره له جي ‌پي‌ اېس سیسټم څخه کار واخیست. د جي‌ پي‌ اېس له مخې، موټر د اسلام ‌اباد په ډي‌۱۲ سیمه کې وموندل شو؛ خو هاشمي او احساس په موټر یا د هغه په شاوخوا کې نه وو.

 

د کورنیو په وینا، هغوي د موټر له موندلو وروسته د اسلام ‌اباد پولیسو ته خبر ورکړ او د قضیې د رسمي ثبت او پلټنې غوښتنه یې وکړه. کورنۍ زیاتوي، چې له پولیسو او اړوندو قضايي ادارو سره یې څو ځله اړیکې نیولې، خو تر اوسه ورته د دواړو کسانو د ځای او وضعیت په اړه کوم روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

د هاشمي ورور ویلي دي، چې له سید قاسم هاشمي څخه له ۳۶ ورځو راهیسې هېڅ خبر نه لري. کورنیو دغه راز ویلي دي، چې د یو وکیل په مرسته یې موضوع له قضايي لارې هم تعقیب کړې، خو د دواړو کسانو د موندلو په اړه کومه مشخصه پایله نه ده ترلاسه شوې.

 

کورنۍ وایي، چې د دواړو کسانو په یو وخت لادرکه کېدل، له کورنیو سره د هغوي ناڅاپي اړیکه پرې کېدل او د موټر تش موندل د دوي د خوندیتوب او روغتیا په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

 

د هاشمي او احساس کورنیو له پاکستاني حکومت، د اسلام ‌اباد له پولیسو، امنیتي ادارو او نورو اړوندو چارواکو غوښتي دي چې قضیه په بېړنۍ، بې‌ پرې، اغېزمنه او روڼ ډول وڅېړي.

 

هغوي غوښتنه کړې ده، چې د دواړو کسانو د موندلو او د هغوي د برخلیک د معلومولو لپاره دې له ټولو قانوني او تخنیکي امکاناتو کار واخیستل شي او کورنیو ته دې د پلټنو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل شي.

 

کورنيو له افغان، پاکستاني او نړیوالو رسنیو، د بشري حقونو له سازمانونو، د خبریالانو او فلم جوړونکو له ملاتړو ادارو او نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د دغې قضیې څارنه وکړي او د سید قاسم هاشمي او حامد احساس د موندلو لپاره خپل غږ پورته کړي.