بنو : د خیبر پښتونخوا پولیسو د رسمي بیان له مخې، د اګست په ۱۰مه، د بنو د میریان پولیس تاڼې په حدودو کې د خني کلي، بارکزي او شاوخوا سیمو کې پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې، چټک غبرګون ځواک او امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ګډ عملیات کړي دي.

 

د پولیسو په وینا، د عملیاتو پر مهال د قانون پلي کوونکو ادارو او وسله ‌والو ترمنځ ډزې شوې، چې په پایله کې یې یو ناپېژانده وسله‌ وال وژل شوی دی. د وژل شوي کس د هویت معلومولو لړۍ روانه ده.

 

چارواکي وایي، چې د عملیاتو پر مهال څو مشکوک کسان هم نیول شوي دي. د پولیسو په وینا، له وژل شوي کس څخه یوه کلاشینکوف، درې میگزینونه او یو بندولیر ترلاسه شوي دي.

 

د بنو ډي‌ پي‌ او د عملیاتو په بریالیتوب د پولیسو، د ترهګرۍ ضد څانګې، چټک غبرګون ځواک او امنیتي ځواکونو سرتېري ستایلي او ویلي یې دي چې د وسله ‌والو پرضد به استخباراتي عملیات دوام ولري.