ننګرهار : د افغانستان د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې سخت باران، ږلۍ او توپان د شاوخوا ۲ زره جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات زیانمن کړي دي.

 

د کرنې ریاست ،د اګست په ۱۰مه، ویلي دي، چې په دې طبیعي پېښه کې د لوبیا، جوارو، سبزیجاتو او نورو فصلونو کروندې زیانمنې شوې دي. ولایتي مسوولین وایي، چې له زیانمنو بزګرانو سره د مرستې لپاره به له شته امکاناتو او مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ اقدام وکړي.