بدخشان : د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د رییس‌ الوزرا ملا محمد حسن اخوند په لارښوونه، د اګست په ۱۰مه، د یو پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته تللی دی. په دغه پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت ‌الله نجیب او د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال مولوي محمدعلي جان احمد هم شامل دي.

 

پلاوی د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځايي خلکو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د شوې نښتې د څېړلو لپاره سیمې ته تللی دی. د نښتې له امله یو شمېر ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان شوی.

 

د رسمي خبرپاڼې له مخې، پلاوي د بدخشان له مرکز فیض‌ اباد څخه د هلمند د والي مولوي امان ‌الدین منصور په ملتیا اتفاق بازار ته سفر کړی او له ځايي علماوو، قامي مشرانو او سپین ‌ږیرو سره یې لیدلي دي.

 

ملا نورالله نوري ویلي دي، چې د اسلامي امارت په لیکو کې د تبعیض، قام ‌پالنې، سیمه ‌پالنې او نژاد پالنې لپاره ځای نشته. هغه زیاته کړې ده چې د بدخشان او نیمروز خلک ورته په یوه سترګه ښکاري او د بدخشان خلک یو مجاهد او دین ‌پال ملت ګڼي.

 

نوري ځايي خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې د پېښې له هر اړخیزې څېړنې وروسته به د دې پېښې مسوول کسان وپېژندل شي او قانوني ادارو ته به وسپارل شي.