واړۍ : د بر دیر د واړۍ تحصیل په دسلور سیمه کې د بر او کوز دیر د ۱۶ لوبډلو ترمنځ جوړ شوی د فوټبال ټورنمنټ د سواتي فوټبال کلب صاحب اباد په بریا پای ته ورسېد.
د ټورنمنټ پایلوبه ،د اګست په ۹مه، د سواتي فوټبال کلب صاحب اباد او د بر دیر د جنګ بازار فوټبال کلب ترمنځ وشوه، چې سواتي فوټبال کلب پکې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
دا سیالۍ د بر دیر د ضلعي انتظامیې او د ضلعي سپورټس دفتر په همکارۍ جوړې شوې وې او د بر دیر او کوز دیر ۱۶ لوبډلو پکې برخه اخیستې وه.
د پایلوبې او اختتامي مراسمو پر مهال د بر دیر ضلعي سپورټس افسر صدیق الله، د سیمې سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او ګڼو نندارچیانو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال اتلې او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته جامونه او انعامونه ورکړل شول، او هغو لوبغاړو ته هم ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې چې په ټورنمنټ کې یې ښه لوبه کړې وه.
د ټورنمنټ لوي تنظیموونکي نوید احمد وویل، چې د دې ډول سیالیو موخه په سیمه کې ځوانانو ته د لوبو موقعې برابرول او د هغوي د استعدادونو د څرګندېدو لپاره زمینه برابرول دي.
د ټورنمنټ ګډونوالو او د سیمې خلکو د ځوانانو لپاره د سپورټي فعالیتونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د فوټبال او نورو لوبو منظمې سیالۍ کولی شي ځوانان مثبتو او روغو فعالیتونو ته وهڅوي.
په بر او کوز دیر کې فوټبال د ځوانانو ترمنځ له مشهورو لوبو څخه دی، خو ځایي لوبغاړي وايي، چې د استعدادونو د روزنې لپاره د منظمې روزنې، ښه میدانونو او لا ډېرو سیالیو اړتیا شته.


جاوید ملنګ