کابل : د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، چې دی مني چې د هغه په مشرۍ جمهوریت ماتې خوړلې او خپله یې هم ماتې خوړلې، خو باور لري چې افغانستان به بریالی کېږي. هغه په عین حال کې ویلي دي چې طالبان لا هم خپل «وروڼه» ګڼي او د افغانستان د راتلونکي لپاره خبرې اترې، پخلاینه او د نجونو زده کړه اساسي اړتیاوې دي.
کرزي دا څرګندونې د ایټالیا له «کوریره دلا سرا» ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي. مرکه د خبریال اندریا نیکاسترو له خوا شوې او د اګست پر اوومه خپره شوې ده. ورځپاڼه وايي، چې دا مرکه د کابل او میلان ترمنځ انلاین شوې او د ترسره کېدو د اجازې لپاره یې شاوخوا شپږ میاشتې انتظار کړی و.
کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې ،چې ولې یې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر مهال، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، له امریکايي ځواکونو سره له افغانستانه د وتلو هڅه ونه کړه، ویلي چې انسان باید د سختۍ پر مهال خپل کور پرېنږدي. د هغه په وینا، دی په افغانستان کې له پاتې کېدو خوښ دی او فکر کوي چې له همدې ځایه د حالاتو د ښه کولو لپاره کار کولی شي.
کرزي ویلي دي، چې د ده او د میلیونونو افغانانو لپاره تر ټولو بېړنی هدف د نجونو زده کړه ده. د هغه په خبره، نجونې باید له لومړنیو زده کړو تر پوهنتونه د زده کړې حق ولري او ښځې باید وکولی شي په ټولنه کې کار وکړي. پخواني ولسمشر ویلي دي، چې پر ده لګېدلي شخصي محدودیتونه او ستونزې ورته د دې هدف په وړاندې اهمیت نه لري.

کرزي ویلي دي چې د خپل ولسمشرۍ پر مهال یې هم طالبان «وروڼه» بلل او اوس هم دغه ټکی تکراروي، ځکه د ده په وینا، طالبان هم د افغانستان برخه دي. هغه ویلي دي، چې د طالبانو ملاتړي او مخالفان دواړه د یوه هېواد خلک دي او زر یا وروسته باید د یو بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي. د کرزي په باور، متقابل تفاهم او درناوی کولی شي افغانستان له اوږدې جګړې وباسي او د پرمختګ پر لور یې بوځي.
د مرکې پر مهال له کرزي وپوښتل شول چې طالبان ولې د هغه خبرې نه مني او ولې د دوي تر واک لاندې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه ورځ تر بلې لا محدودېږي.
کرزي په ځواب کې د خپل وژل شوي ورور یادونه وکړه او ویې ویل چې په ۲۰۱۰م کال کې یې د خپل ورور تر وژنې وروسته هم د طالبانو لپاره د «وروڼو» کلمه کاروله. هغه وویل، غواړي افغانان د څه باندې څلورو لسیزو جګړې، مرګونه او کړاوونه شاته پرېږدي.
د هغه په وینا، افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د کورنیو جګړو او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنو له امله ډېر زیان لیدلی او اوس د غچ پر ځای د پخلاینې وخت دی. کرزي وویل، چې دی هڅه کوي د افغانستان اوسني حالات یوازې د پخواني جمهوریت یا د طالبانو د اوسني نظام له زاویې ونه ګوري. د هغه په خبره، اصلي هدف باید د افغانستان خیر، د خلکو ګډ ژوند او د هېواد ابادي وي.
کله چې خبریال له کرزي وپوښتل چې د رایې، سیاسي ازادۍ او د خلکو د نظر د څرګندولو له حق پرته د نجونو د زده کړې حق څنګه خوندي کېدی شي، کرزي وویل چې زده کړه اساساً سیاسي مسئله نه ده. هغه ټینګار کړی چې که ټاکنې وي او که نه وي، ښوونځي باید پرانیستي وي او د ښځو د زده کړې حق باید د کومې رایې یا سیاسي نظام له فیصلې سره ونه تړل شي.

خبریال بیا کرزي ته وویل چې طالبانو جګړه ګټلې او د نجونو پر زده کړو بندیز یې د خپل نظام د هویت برخه ګرځولې ده.
کرزي دا نظر رد کړ او ویې ویل چې دا دریځ د ټولو طالبانو نه دی او په ځانګړي ډول د افغانستان د هویت استازیتوب نه کوي. هغه د خپل دریځ د ملاتړ لپاره د افغانستان له تاریخ څخه د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم، نازو انا او عایشه درانۍ یادونه کړې ده. کرزي ویلي، افغانستان په تاریخي ډول د ښځینه شاعرانو، مخکښو ښځو او د نجونو د زده کړې سابقه لري او د سیمې له هغو مسلمانو هېوادونو څخه و چې نجونې یې د زده کړو لپاره اروپا او ترکیې ته لېږلې.
هغه د کابل پوهنتون جوړېدل او په پخواني تعلیمي نظام کې د ښځینه ښوونکو لویه ونډه هم د افغانستان د تعلیمي تاریخ د بېلګې په توګه یاده کړې ده.
خبریال کرزي ته وویل چې طالبان ښیي دا تاریخي بېلګې ونه مني او غواړي هغه دودیزه ټولنه بېرته راژوندۍ کړي چې ښځې او نارینه پکې له یو بل څخه جلا ساتل کېږي.
کرزي وویل، کېدی شي د طالبانو یوه برخه همداسې لید ولري، خو پوښتنه دا ده چې ایا هغوي اقتصادي وروسته پاتې والی هم غواړي؟ د هغه په باور، طالبان نه غواړي افغانستان له اقتصادي پلوه وروسته پاتې شي، او همدا ټکی دی چې دی یې د راتلونکي په اړه هیله من ساتلی دی.
کرزي ویلي دي، چې طالبانو ته یې سپارښتنه دا ده چې افغانستان داسې راتلونکي ته بوځي چې ټولنیز او سیاسي حقونه پکې خوندي وي او هېواد بیا د تاوتریخوالي پر لور ولاړ نه شي. هغه زیاته کړې چې دی د میلیونونو افغانانو له هغې غوښتنې سره خپل غږ یوځای کوي چې د نجونو لپاره د زده کړې دروازې بېرته پرانیستل شي.
له کرزي وپوښتل شول چې ایا کله یې د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره مستقیمې خبرې کړې دي؟

کرزي وویل چې له هبت الله اخوندزاده سره یې خبرې نه دي کړې، خو د طالبانو له نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې لري. د هغه په وینا، د طالبانو ځینې چارواکي له پخوا پېژني او ځینې یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه له ده سره ورته نظر لري. کرزي دعوه کړې چې دغه طالبان هم نه غواړي جګړه د تل لپاره دوام وکړي.
خبریال ترې وپوښتل، که طالبان یې وروڼه دي، نو ایا یو ورور بل ورور په کور کې محدود ساتي؟
کرزي په لنډ ځواب کې وویل چې نه، خو په طالبانو کې داسې کسان شته چې د ده له نظر سره موافق دي. کرزي د خپلو درېیو لوڼو په اړه هم ویلي دي چې ټولې ورسره په کابل کې دي.
هغه ویلي دي، چې د هر ښه پلار دنده ده چې خپلو زامنو او لوڼو ته تر ټولو ښه زده کړه برابره کړي، او دی یوازې د خپلو لوڼو لپاره نه، بلکې د افغانستان د ټولو نجونو لپاره همدا حق غواړي.
د مرکې یوه مهمه برخه د پخواني جمهوري نظام د سقوط او د امریکا د شل کلن حضور په اړه وه.
کله چې ترې وپوښتل شول چې طالبان څنګه وتوانېدل د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځ له ملاتړ سره سره د ده له خوا جوړ شوی نظام نسکور کړي، کرزي وویل چې امریکایانو په افغانستان کې ډېرې تېروتنې کړې دي.

د هغه په وینا، ده هغه مهال هم د امریکا پر تګلارو نیوکې کولې چې امریکايي ځواکونه لا په افغانستان کې وو. کرزي وویل، چې د امریکايي ځواکونو چلند په ډېرو مواردو کې د افغان ولس پر وړاندې سخت و. هغه د کورونو او کلیو بمبارۍ او پر افغان ځواکونو د خپلو ځواکونو د ډزو پېښې د بېلګو په توګه یادې کړې او دا تګلارې یې نه منونکې او د امریکا د خپلو اهدافو لپاره زیانمنې وبللې.
کرزي بیا د پاکستان رول هم یاد کړ او تور یې پورې کړ چې پاکستان په پټه د افغان جمهوریت او امریکايي ځواکونو د کمزوري کولو لپاره کار کاوه. هغه وویل، امریکا په دې خبره پوهېده، خو د پاکستان پر وړاندې یې مستقیم اقدام ونه کړ. د کرزي په وینا، امریکايي چارواکو هغه مهال ورته ویل چې د دوي د اکمالاتو لارې له پاکستانه تېرېږي، ځکه اسلام اباد سره مخامخ کېدل ورته ستونزمن دي.
هغه وویل، په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان د پاکستان د تګلارو له اغېزو سره مخ وو، واشنګټن اسلام اباد ته میلیاردونه ډالر ورکول. کرزي دا حالت «نامعقول» بللی او ویلي یې دي چې د دې پالیسۍ اصلي دلیل باید له امریکايي چارواکو وپوښتل شي.

په مرکه کې د پاکستان او افغانستان د اوسنیو اړیکو په اړه هم پوښتنه شوې ده. خبریال وویل چې پاکستان پخوا د افغان جمهوریت پر ضد و او اوس له خپلو پخوانیو طالب متحدانو سره هم په شخړه کې دی.
کرزي وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوسنیو ستونزو ډېر لنډمهالي عوامل شته، خو د ده په نظر ژوره مسئله تاریخي او کلتوري ده. هغه دعوه وکړه چې پاکستان تر اوسه د خپل ملي هویت په جوړولو کې له ستونزو سره مخ دی او د افغانستان له ژور تاریخي هویت څخه وېره لري.
کرزي وویل، هغه سیمې چې اوس د پاکستان برخه دي، په بېلابېلو تاریخي دورو کې له افغانستان سره تړاو درلود او د ده په وینا، همدې تاریخي شالید د اسلام اباد په سیاست کې د افغانستان پر وړاندې بې باوري پیدا کړې ده. دا د کرزي نظر او دعوه ده؛ «کوریره دلا سرا» یې د مرکې د یوې برخې په توګه رااخلي.

د مرکې په پای کې خبریال کرزي ته د شاوخوا ۲۴ کلونو مخکې خپلې لومړۍ مرکې یادونه کړې، هغه مهال چې کرزی په ارګ کې ولسمشر و، سلګونه سرتېرو یې ساتنه کوله او د نړۍ له پېژندل شویو سیاسي څېرو څخه و. خبریال ترې وپوښتل چې اوس، چې په کابل کې محدود ژوند کوي، ایا ځان مات شوی ګڼي؟
کرزي وویل، چې د خپل واکمنۍ د وخت له ایټالیا سره ښې خاطرې لري او ایټالیا یې د افغانستان مرسته کوونکی هېواد وباله. وروسته یې په څرګندو الفاظو ومنله چې د هغه جمهوریت ماتې خوړلې او خپله یې هم ماتې خوړلې ده.
خو د کرزي په وینا، افغانستان لا هم پر خپل ځای ولاړ دی او بریالی به شي. هغه وویل، چې خپلې شخصي ستونزې ورته اهمیت نه لري او باور لري چې یوازې د ټولو افغانانو ترمنځ خبرې اترې او یوه لوستې ټولنه افغانستان پرمختګ ته رسولی شي.
کرزي ویلي دي چې پر همدې نظر باور لري او د تحقق لپاره به یې کار ته دوام ورکوي.


شال نیوز