ممبۍ : د هندي سینما مشهور ستوري سلمان خان او سنجې دت یو ځل بیا په یوه نړیوال اکشن فلم کې یو ځای راڅرګندېږي. د «اووه سپي» په نوم دغه فلم به د اګست پر یوویشتمه د هند په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.
سلمان خان او سنجې دت په دې فلم کې مرکزي کردارونه نه لوبوي، بلکې د مېلمه لوبغاړو په توګه په ځانګړو صحنو کې راڅرګندېږي. د فلم په خپرو شویو ټرېلرو کې د دواړو ستورو موجودګۍ د بالیووډ د مینه والو پام ځان ته اړولی دی.
د فلم مرکزي کردارونه د مصر مشهور لوبغاړي کریم عبدالعزیز او احمد عز لوبوي. له دوي سره ایټالوۍ لوبغاړې مونیکا بیلوچي او امریکايي لوبغاړی جیانکارلو اسپوزیټو هم په فلم کې مهم کردارونه لري.
د فلم کیسه د نړیوالو جرمي ډلو، د نشي توکو د قاچاق او د دغو شبکو پر ضد د عملیاتو پر موضوع راڅرخي. د کیسې له مخې، د نړیوالو پولیسو یو افسر له داسې کس سره لاس یو کوي چې له یوې سترې جرمي شبکې سره تړاو لري، څو د نشي توکو د قاچاق یوه خطرناکه شبکه په نښه کړي.
د فلم لارښوونه عادل العربي او بلال فلاح کړې ده. دواړو تر دې وړاندې هم د نړیوالو اکشن فلمونو پر جوړولو کار کړی او د هالیووډ له یو شمېر مشهورو فلمي پروژو سره یې تجربه لرلې ده.
د راپورونو له مخې، د فلم د شوټینګ ډېره برخه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې شوې ده. د فلم پر اکشن صحنو هم هغو مسلکي ډلو کار کړی چې تر دې وړاندې یې د هالیووډ په مشهورو اکشن فلمونو کې کار کړی و.
«اووه سپي» تر هند وړاندې په مصر او د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی. د فلم له نندارې وروسته د سلمان خان لنډ کردار په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د مینه والو ترمنځ ډېر بحثونه راپارولي وو.
سلمان خان او سنجې دت له کلونو راهیسې د هندي سینما له مشهورو ستورو څخه دي او تر دې وړاندې هم په بېلابېلو فلمونو او هنري پروژو کې یو ځای راڅرګند شوي دي. په «اووه سپي» فلم کې د دوي بیا یو ځای کېدل د بالیووډ د مینه والو لپاره د پام وړ ګرځېدلي دي.


شال نیوز