بنو : د بنو په میریان سیمه کې ضلعي پولیسو، د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او امنیتي ځواکونو د ،د اګست په ۱۰مه، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ګډ عملیات کړي دي، چې د پولیسو په وینا، د ډزو په تبادله کې یو ناپېژانده وسله وال وژل شوی او ۱۰ مشکوک کسان نیول شوي دي.
د شال نیوز خبریال د پولیسو له قوله وايي، چې عملیات د خني کلي، بارکزۍ او شاوخوا سیمو کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر ذوالفقار حمید په لارښوونه او د بنو د ضلعي پولیسو د مشر کیپټن (ر) محمد فرقان بلال تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.
په عملیاتو کې د بنو د سي ټي ډي د پولیسو مشر فضل واحد خان په مشرۍ ضلعي پولیسو، د سي ټي ډي ځانګړو ډلو، چټک غبرګون ځواک او امنیتي ځواکونو برخه اخیستې وه. پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ ډزې وشوې، چې په ترڅ کې یې یو ناپېژانده وسله وال ووژل شو. د وژل شوي کس مړی د پېژندنې لپاره انتقال شوی دی.
د پولیسو د دعوې له مخې، له وژل شوي وسله وال څخه یو کلاشنکوف، درې شاجورونه او د مرمیو یو کمربند ترلاسه شوی دی. پولیس زیاتوي، چې د پلټنو او چاپو پر مهال ۱۰ مشکوک کسان هم نیول شوي او د هغوي له ولکې دوه درې نټ درې ټوپکونه، دوه تومانچې او یو رپیټر ټوپک ترلاسه شوي دي. له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.
د بنو د ضلعي پولیسو مشر محمد فرقان بلال ویلي دي، چې په ضلعه کې د امنیت د ټینګښت لپاره به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات پراخ کړل شي او د وسله والو او جرمي عناصرو پر ضد به کارروایۍ دوام ولري. پولیسو له خلکو غوښتي چې د شکمنو کسانو یا فعالیتونو په اړه سمدستي نږدې پولیسو ته معلومات ورکړي.


صفدر داوړ