اسلام‌ اباد : په پاکستان کې نن ،د اګست په ۱۱مه، د اقلیتونو ملي ورځ لمانځل کېږي. ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف په دې مناسبت په خپلو جلا پیغامونو کې ویلي دي، چې حکومت د مذهبي اقلیتونو د برابر حقونو، مذهبي ازادۍ او خوندیتوب ژمنې ته ولاړ دی.

 

ولسمشر اصف علي زرداري ویلي دي، چې د پاکستان ټول وګړي، د مذهب او عقیدې له توپیر پرته، د ریاست په وړاندې برابر دي او اساسي قانون هر وګړي ته د مذهبي ازادۍ، بنسټیزو حقونو او د قانون د برابر تحفظ ضمانت ورکوي.


 



ولسمشر د پاکستان د بنسټګر ،محمد علي جناح، د ۱۹۴۷م کال د اګست د ۱۱مې تاریخي وینا ته هم اشاره کړې، چې پکې جناح د نوي پاکستان د ټولو وګړو لپاره د مذهب له توپیر پرته د برابر تابعیت تصور وړاندې کړی و.

 

زرداري له مذهبي مشرانو، تعلیمي ادارو، رسنیو، مدني ټولنې او حکومتي ادارو غوښتي دي چې په هېواد کې د زغم، بین‌ المذاهب همغږۍ او د هر وګړي د مذهبي شناخت او انساني وقار د تحفظ لپاره خپل کردار ادا کړي.

 

وزیراعظم شهباز شریف هم په خپل پیغام کې ویلي دي چې عیسویان، هندوان، سیکان او د نورو مذهبي اقلیتونو وګړي د پاکستان د ټولنې مهمه برخه ده او د تعلیم، صحت، سیاست، اقتصاد، هنر او نورو شعبو په پرمختګ کې یې مهمه ونډه اخیستې ده.

 

وزیراعظم ویلي دي، چې حکومت د اقلیتونو د حقونو د تحفظ لپاره قانوني او اداري اقدامات کوي او غواړي چې د مذهبي اقلیتونو شکایتونو ته د رسېدو، د عبادت ځایونو د تحفظ او په حکومتي ادارو کې د هغوي د ټاکل شوې برخې د عملي کولو لپاره اغېزمن نظام جوړ کړي.


 



خو د حکومتي مشرانو د دغو ژمنو ترڅنګ، د پاکستان دننه او نړیوالې د بشري حقونو ادارې وايي چې مذهبي اقلیتونه لا هم له ګڼو قانوني، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

 

د هیومن رایټس واچ د ۲۰۲۶م کال په نړیوال راپور کې، چې د ۲۰۲۵م کال حالات یې ارزولي، ویل شوي دي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي له تورونو سره تړلې پېښې او د مذهبي اقلیتونو پر ضد تاوتریخوالی لا هم د اندېښنې وړ دی.

 

د راپور له مخې، د مذهب د سپکاوي قوانین په ځینو مواردو کې د شخصي دښمنۍ، جایداد شخړو، پیسو اخیستو او د خلکو د فشار لاندې راوستلو لپاره هم استعمال شوي دي.

 

هیومن رایټس واچ د پاکستان د بشري حقونو د ملي کمېشن د معلوماتو په حواله ویلي دي چې سلګونه کسان د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ښکېل شوي او د بشري حقونو فعالانو د دغو قوانینو د ناوړه استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

د بشري حقونو ادارو د احمدي ټولنې وضعیت په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ بللی دی. د دوي په وینا، احمدیان د خپل مذهبي شناخت او عبادت په برخه کې له قانوني محدودیتونو سره مخ دي او په وروستیو کلونو کې د احمدي وګړو د وژنو، پر عبادت ځایونو د بریدونو او د هغوي د مذهبي نښو د لرې کولو پېښې هم ثبت شوې دي.

 

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي دي چې د مذهبي اقلیتونو پر ضد تاوتریخوالی، د مذهب د سپکاوي تورونه، د عبادت ځایونو ته ګواښونه او مذهبي کرکه لا هم جدي ستونزې دي.

 

دغه کمېشن په پنجاب او سندھ کې د هندو او عیسوي ټولنو د کم‌ عمره نجونو د مذهب بدلولو او ودونو د ځینو لانجمنو پېښو یادونه هم کړې ده. د اقلیتي ټولنو استازي وايي، چې په داسې پېښو کې کورنۍ د پولیسو او عدالتي نظام له لارې د انصاف ترلاسه کولو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

 

د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېشن هم په خپل وروستي کلني راپور کې پاکستان د مذهبي ازادۍ له پلوه د جدي اندېښنې وړ هېوادونو له ډلې بللی دی. د دغه کمېشن په راپور کې د مذهب د سپکاوي قوانین، د احمدي ټولنې پر مذهبي فعالیتونو قانوني محدودیتونه، د اقلیتي وګړو پر ضد بریدونه او د هندو او عیسوي نجونو د مذهب بدلولو لانجمنې پېښې د مهمو ستونزو په توګه یادې شوې دي.

 

په عین وخت کې، په ۲۰۲۶م کال کې د مذهب د سپکاوي د نویو قضیو او له دغو تورونو سره د تړلو ډله‌ ییزو بریدونو په شمېر کې د کمښت راپورونه هم ورکړل شوي دي.

 

خو د بشري حقونو فعالان وايي، چې یوازې د پېښو په شمېر کې کموالی د ستونزې د بشپړې حل معنا نه لري. د دوي په وینا، د مذهبي اقلیتونو د حقیقي تحفظ لپاره د قانون د عملي کولو، پولیسو، عدالتي نظام، تعلیم او په ټولنه کې د مذهبي زغم د پیاوړتیا په برخو کې اوږدمهاله اصلاحاتو ته اړتیا ده.

 

د پاکستان حکومت بیا وايي، چې د هېواد اساسي قانون ټولو مذهبي اقلیتونو ته د خپل مذهب د منلو، عبادت کولو او د خپلو مذهبي ادارو د چلولو حق ورکوي او د اقلیتونو پر ضد تبعیض د حکومت د پالیسۍ برخه نه ده.

 

د اقلیتونو د ملي ورځې په مناسبت د ولسمشر او وزیراعظم تازه څرګندونې یو ځل بیا د برابر تابعیت او مذهبي ازادۍ پر حکومتي ژمنو ټینګار کوي، خو د کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو وروستي راپورونه ښيي چې د دغو ژمنو او د اقلیتي ټولنو د عملي وضعیت ترمنځ لا هم د پام وړ واټن شته.

 

په ځانګړي ډول د مذهب د سپکاوي د قوانینو ناوړه استعمال، د احمدي ټولنې پر ضد محدودیتونه او بریدونه، د اقلیتي نجونو د مذهب بدلولو لانجمنې پېښې او مذهبي کرکه هغه موضوعات دي چې د بشري حقونو ادارې یې په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه بولي.