اسلام اباد : د پاکستان سټېټ بانک د تازه شمېرو له مخې، بهر مېشتو پاکستانیانو د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ په میاشت کې هېواد ته په مجموعی توګه ۳ اعشاریه ۶۳ اربه ډالر رالېږلي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

 

د سټېټ بانک ،د اګست د ۱۰مې، په راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۲۵م کال په جولایۍ کې پاکستان ته شاوخوا ۳ اعشاریه ۲۱ اربه ډالر رالېږل شوي وو، نو د روان کال په جولایۍ کې نږدې ۴۲۰ میلیونه ډالر زیاتوالی ثبت شوی دی. دا زیاتوالی د اقتصادي شنونکو له نظره د بهر مېشتو پاکستانیانو د اعتماد او د رسمي بانکي چینلونو د کارونې د زیاتېدو نښه بلل کېږي.


 



د هېوادونو له مخې، سعودي عربستان بیا هم د تر ټولو لویې سرچینې په توګه پاتې شوی، له کومه چې په جولایۍ کې ۹۱۳ اعشاریه ۹ میلیونه ډالر پاکستان ته رالېږل شوي دي. له متحده عربي اماراتو ۷۳۷ اعشاریه ۳ میلیونه ډالر، له برېتانیا ۵۵۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالر او له امریکا ۳۱۷ اعشاریه ۲ میلیونه ډالر هېواد ته رالېږل شوي دي.

 

د سټېټ بانک د معلوماتو له مخې، یوازې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ټولې کچې نږدې ۴۶ سلنه برخه جوړوي، چې دا د پاکستان د کارګرانو د لویې شمېرې د همدې هېوادونو سره د تړاو څرګندونه کوي.

 

اقتصادي کارپوهان وايي، چې د بهر مېشتو پاکستانیانو د پیسو زیاتوالی د هېواد د بهرنیو حسابونو لپاره مهم رول لري، ځکه دا پیسې د زر مبادلې د زېرمو په پیاوړتیا، د وارداتو د توازن او د کورنیو د اقتصادي اړتیاوو په پوره کولو کې اساسي مرسته کوي.

 

د روان مالي کال په پېل کې دا مثبت رجحان د پاکستان د اقتصاد لپاره یو ښه نښه بلل کېږي، په داسې حال کې چې هېواد لا هم د بهرنیو مالي فشارونو او د تادیاتو د توازن له ننګونو سره مخ دی.