نوشکي / کوټه : د بلوچستان په نوشکي ضلعه کې ټول تجارتي بانکونه او مالي خدمتونه د امنیتي اندېښنو له امله ،د اګست له ۵مې، راهیسې تړل شوي او د موجودو معلوماتو له مخې دا بندښت به تر ،د اګست د ۳۱مې، دوام کوي؛ داسې اقدام چې د ضلعې د زرګونو اوسېدونکو ورځنۍ مالي راکړه ورکړه یې سخته اغېزمنه کړې ده.

 

ځايي راپورونه وايي، چې د بانکونو له تړل کېدو سره سرکاري ملازمین، پنشن اخیستونکي، سوداګر، زده‌ کوونکي او عام خلک خپلو بانکي حسابونو او نغدو پیسو ته په عادي ډول لاسرسی نه لري. د بانکونو فعالیت له مخکې له کافي خبرتیا پرته درول شوی او له همدې امله ګڼ خلک د ورځنیو اړتیاوو لپاره له ستونزو سره مخ شوي دي.

 

د بانکونو بندښت د نوشکي پر سوداګرۍ هم مستقیم اغېز کړی دی. سوداګر د چکونو د تصفیې، د کاروباري پیسو د لېږد، د مالونو د اخیستو او د نورو بانکي معاملاتو په ترسره کولو کې له خنډونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د نغدو پیسو محدود لاسرسی د وړو کاروبارونو ستونزې نورې هم زیاتوي.

 

د سرکاري ملازمینو او پنشن اخیستونکو لپاره ستونزه ځکه زیاته ده چې د هغوي تنخواوې او پنشنونه بانکي حسابونو ته انتقالېږي. د بانکونو د تړل کېدو له امله یو شمېر خلک د خوراکي توکو، درملو او کورنیو نورو ضروري اړتیاوو لپاره د خپلو پیسو په ایستلو کې ستونزې لري.

 

د نوشکي د بانکدارۍ بحران له روان امنیتي وضعیت سره تړاو لري. د روان کال د جنورۍ په پای کې وسله‌ والو په بلوچستان کې پراخ همغږي بریدونه کړي وو او نوشکي د سختو نښتو له مهمو مرکزونو څخه و. په دغو بریدونو کې بانکونه، سرکاري ودانۍ او نورې مهمې ودانۍ هم په نښه شوې وې.

 

د دغو بریدونو اغېزې د بانکدارۍ پر نظام له څو میاشتو راهیسې محسوسېږي. د اپرېل په میاشت کې هم سیاسي ګوندونو او ځايي استازو ویلي وو چې د نېشنل بانک او ځینو شخصي بانکونو څانګې د پخوانیو بریدونو له امله تړلې پاتې دي او د هغو د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې وه.

 

اوسنی بندښت بیا له څو انفرادي څانګو پراخ دی او د راپورونو له مخې د اګست له پنځمې د ضلعې ټول تجارتي بانکونه او مالي خدمتونه تر اغېز لاندې راغلي دي.

 

د نوشکي له بحران سره هممهاله د بلوچستان په صوبايي پلازمېنه کوټه او ځینو نورو سیمو کې موبایل او انټرنېټ خدمتونه هم د امنیتي اندېښنو له امله بند یا محدود شوي دي. دغه بندښت د زده‌ کوونکو، روغتیايي کارکوونکو، سوداګرو، خبریالانو او عامو خلکو ورځني کارونه اغېزمن کړي دي.

 

په دې توګه، په نوشکي کې د بانکونو بندښت او په کوټه کې د مخابراتي خدمتونو محدودېدل د بلوچستان د روان امنیتي وضعیت اقتصادي او ټولنیز لګښتونه هم څرګندوي؛ ځکه هغه اقدامات چې چارواکي یې د امنیت لپاره ضروري بولي، په عملي توګه د عامو خلکو پر روزګار، مالي راکړه ورکړه، زده‌ کړو او ورځنیو اړتیاوو مستقیم اغېز کوي.

 

تر دې دمه چارواکو د نوشکي د ټولو بانکونو د عادي فعالیت د تر وخت مخکې بحالېدو کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې، او د خپرو شوو معلوماتو له مخې د مالي خدمتونو اوسنی بندښت تر اګست ۳۱مې ټاکل شوی دی.