باجوړ : د باجوړ ضلعي انتظامیې چارواکو ،د اګست په ۱۱مه، د ډسټرکټ سروس ډېلېوري پروګرام لاندې د خار ماډل سکول او کالج تفصیلي معاینه کړې او د ادارې مشرانو ته یې د تعلیمي معیار د لا ښه کولو او زده کوونکو ته د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لارښوونې کړې دي.
د باجوړ د ډپټي کمشنر عدنان فرید په لارښوونه، د خار اسسټنټ کمشنر عامر خان وزیر د سکول او کالج بېلابېلې برخې وکتلې. د ضلعي انتظامیې د معلوماتو له مخې، نوموړي د ټولګیو، ساینس لابراتوار، کتابتون او نورو تعلیمي اسانتیاوو معاینه وکړه او له زده کوونکو یې پوښتنې وکړې، څو د هغوي د زده کړې کچه وارزوي.
د ادارې پرنسپل خیال محمد اسسټنټ کمشنر ته د سکول او کالج د موجودو ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل. اسسټنټ کمشنر د ادارې مشر او استادانو ته وویل چې د زده کړې د معیار د لوړولو ترڅنګ دې زده کوونکو ته د اړتیا وړ بنسټیزې او تعلیمي اسانتیاوې هم برابرې کړل شي.
د سفر په پای کې عامر خان وزیر د پشکال د نیالګیو کرلو کمپاین په لړ کې د سکول په انګړ کې یو نیالګی هم کېناوه. هغه وویل، چې د چاپېریال د ساتنې او شنو سیمو د زیاتولو لپاره د نیالګیو کرل مهم دي.


حسبان الله باجوړې