باجوړ : د باجوړ پولیس وايي، چې په ناواګۍ کې یې د کارروایۍ پر مهال د قتل، د قتل د هڅې او نورو سنګینو مقدمو یو مطلوب اشتهاري ملزم نیولی دی.
د پولیسو په وینا، دغه کارروایي ،د اګست په ۱۱مه، د ضلعي پولیس افسر ،خان زېب، په لارښوونه، د سرکل ډي اېس پي ،معظوم خان، په څارنه او د ناواګۍ پولیس تاڼې د اېس اېچ او ،یوسف خان، په مشرۍ شوې ده.
پولیس وايي، چې نیول شوی کس له ډېرې مودې راهیسې د ناواګۍ پولیسو ته په بېلابېلو مقدمو کې مطلوب و او د نیول کېدو د مخنیوي لپاره پټ ګرځېده. د پولیسو د بیان له مخې، پولیس ټیم د معلوماتو پر بنسټ کارروایي وکړه او ملزم یې ونیو، چې وروسته د قانوني کارروایۍ لپاره پولیسو ته وسپارل شو.
د باجوړ ضلعي پولیس افسر د ناواګۍ پولیس ټیم د دې کارروایۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د اشتهاري ملزمانو او جرایم پېشه کسانو پر ضد به بې توپیره عملیات دوام ولري.


حسبان الله باجوړې