پېښور : د خیبر پښتونخوا چیف خطیب ،مولانا محمد طیب قریشي، وايي، چې په صوبه کې مېشت مذهبي اقلیتونه د ټولنې د وجود برخه ده او د هغوي د ځان، مال او مذهبي ازادۍ ساتنه د ریاست او ټولنې ګډ مسوولیت دی.
هغه ،د اګست پر ۱۱مه، د اقلیتونو د ملي ورځې په مناسبت د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې یوې دستورې ته د وینا پر مهال وویل، چې خیبر پښتونخوا د بین المذاهب همغږۍ په برخه کې د نورو صوبو لپاره د یو ماډل حیثیت لري او د ده په وینا، دلته اقلیتي ټولنو ته بشپړ تحفظ ورکول کېږي.
مولانا محمد طیب قریشي وویل: «خیبر پښتونخوا کې مېشت اقلیتونه زموږ د وجود برخه دي او د هغوي د ځان او مال تحفظ زموږ ذمه واري ده.»
نوموړي زیاته کړه چې د صوبايي اوقافو وزارت د اقلیتي ټولنو د فلاح او ښېګڼې لپاره د پام وړ مالي رقم ځانګړی کړی دی او په دې لړ کې یې د اوقافو صوبايي وزیر ،علامه عدنان قادري، او د محکمې د چارواکو هڅې وستایلې.
چیف خطیب وویل، چې د پاکستان په پرمختګ، ثبات او ټولنیز ژوند کې د مذهبي اقلیتونو ونډه مهمه پاتې شوې او د هغوي خدمتونه باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي. هغه په ځانګړي ډول وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې به هېچا ته اجازه ور نه کړل شي چې یو تن په زور د خپل مذهب بدلولو ته اړ کړي.
مولانا طیب قریشي د علماوو او دیني مدرسو په استازیتوب په پاکستان کې مېشتو اقلیتي ټولنو ته د امن پیغام ورکړ او ویې ویل چې د هغوي د مذهبي ازادۍ د خوندي ساتلو ملاتړ به دوام ولري.
نوموړي وویل: «موږ په پاکستان کې مېشتې اقلیتي ټولنې ته ډاډ ورکوو چې د هغوي مذهبي ازادي به خوندي وي او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د دوي پر مذهبي حقونو تېری وکړي.»
د اقلیتونو د ورځې په مناسبت دې دستورې کې د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي، د اوقافو صوبايي وزیر علامه عدنان قادري، پخوانی سلاکار وزیرزاده، د هندو ټولنې مشر روي کمار، د قامي او صوبايي اسمبلۍ غړي، د مسیحي ټولنې بشپان، د هندو مذهب پنډتان، د سکهـ ټولنې مشران او د بېلابېلو مذهبي ټولنو استازي هم موجود وو.


شال نیوز