چمن : د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن ـ سپین بولدک پولې د اوږدې مودې بندښت په چمن کې د زرګونو هغو کسانو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی چې روزګار یې له سرحدي سوداګرۍ، مالونو لېږد، ټرانسپورټ او ورځنۍ مزدورۍ سره تړلی و.
د روزګار د دودیزو لارو له بندېدو وروسته اوس یو شمېر مزدوران او واړه کاروباریان د چمن پر سړکونو د «ارزان بازار» په نوم موقتي سټالونه لګوي او د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو هڅه کوي.
د پاکستان او افغانستان مهمې سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر له نښتو وروسته د عادي سوداګرۍ لپاره تړل شوې دي. د روان کال د اګست تر ۱۱مې د دې بندښت موده نږدې لسو میاشتو، یا شاوخوا ۳۰۰ ورځو ته رسېږي.
چمن لپاره د پولې بندښت یوازې د یوې سرحدي دروازې تړل کېدل نه دي. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد د انسټیټیوټ، پایډ، په یوه څېړنه کې د چمن او سپین بولدک د سیمو ۸۱ فیصده ګډونوالو ویلي وو چې د دوي د سیمې کاروباري فعالیتونه په بشپړ یا عمده ډول له پولې پورې تړلي دي، او ۶۵ فیصده کسانو ویلي وو چې د کورنیو اقتصادي حالت یې تر ډېره پر سرحدي تجارت ولاړ دی.
د پاکستان د ۲۰۲۳م کال د سرشمېرنې له مخې د چمن ضلعې نفوس شاوخوا ۴ لکه ۶۶ زره دی. سرحدي سوداګري، ټرانسپورټ، باربرداري او ورسره تړلې مزدوري د دې ښار د اقتصاد مهمې سرچینې ګڼل کېږي.
په ښار کې د روان اقتصادي بحران یوه ښکاره نښه هغه موقتي «ارزان بازار» دی چې بې روزګاره مزدورانو او وړو دوکاندارانو جوړ کړی دی. د سړکونو پر غاړو په وړو ټېلو او سټالونو کې سپورټي بوټان، ساعتونه، جامې، د کور لوښي، موبایل فونونه او اړوند سامان، ګوتې او نور واړه زینتي توکي په نسبتاً ارزانه بیو خرڅېږي.
د بازار کاروباریان وايي، چې ډېر هغه کسان چې پخوا یې له پولې سره تړلی کاروبار، مزدوري یا د مالونو د وړلو راوړلو کار کاوه، اوس د عاید د بدیلې سرچینې په لټه کې دي.
یو ځايي کاروباري شال نیوز ته وویل: «د کور د نفقې لپاره بله لار نه لرو. بارډر چې بند شو، زموږ کاروبار هم ورسره ودرېد. اوس همدا ارزان بازار زموږ د ماشومانو د روزۍ وسیله ده.»
د سرحدي بندښت اقتصادي اغېز یوازې چمن پورې محدود نه دی. د موجودو سوداګریزو شمېرو له مخې، د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲ اعشاریه ۴۶ اربه ډالره و، خو په ۲۰۲۵م کال کې نږدې ۱ اعشاریه ۷۷ اربه ډالرو ته راکم شو.
د ۲۰۲۶م کال په لومړیو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۵۶ فیصده کم شوي دي. ځینې اقتصادي ارزونې اټکل کوي چې د پولې د بندښت پر مهال پاکستان هره میاشت د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د صادراتو له زیان سره مخ کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، کابل د پاکستان له لارو د پرله پسې خنډونو له امله خپل تجارت په زیاتېدونکې توګه د ایران او منځنۍ اسیا پر لور اړولی دی. په ۲۰۲۵م کال کې د افغانستان ټول بهرنی تجارت نږدې ۱۳ اعشاریه ۹ اربه ډالره و، چې شاوخوا ۱ اعشاریه ۸ اربه ډالره صادرات او څه باندې ۱۲ اعشاریه ۱ اربه ډالره واردات پکې شامل وو.
د سوداګریزو لارو دا بدلون د چمن په څېر سرحدي ښارونو لپاره ځانګړې ستونزه ده، ځکه لوي سوداګر ښیي د مالونو لپاره بدیلې لارې ومومي، خو مزدور، ټرانسپورټر، ټېله وان او وړوکی دوکاندار په اسانه خپل روزګار بل ښار یا بل هېواد ته نه شي انتقالولی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان د پولې د اوږدې بندښت له امله زرګونه مزدوران، د مالونو پورته کوونکي، ډرېوران او د کسټمز له چارو سره تړلي کسان هم له روزګار څخه پاتې شوي دي.
په چمن کې د «ارزان بازار» رامنځته کېدل د همدې لوي اقتصادي فشار یوه ځايي بېلګه ده. هغه کسان چې پخوا یې د سرحد پر تګ راتګ او تجارت ژوند کاوه، اوس د سړک پر غاړه د څو جوړو بوټانو، جامو، ساعتونو او موبایل سامان په خرڅولو د کور د ورځې لګښت برابرولو هڅه کوي.
سره له دې چې د دې بازار د دوکاندارانو یا ورسره د تړلو کورنیو رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، موجودې اقتصادي څېړنې ښيي چې د چمن د خلکو د روزګار لویه برخه له سرحدي اقتصاد سره تړلې ده. له همدې امله د پولې د سوداګریز بندښت اوږدېدل د ښار د وړو کاروبارونو، مزدورۍ او د کورنیو پر امدن مستقیم فشار زیاتوي.
د بازار مزدوران او دوکانداران له حکومت څخه غواړي چې یا دې له افغانستان سره سوداګریز تګ راتګ بېرته عادي کړي او یا دې د سرحدي سیمو د خلکو لپاره د روزګار بدیلې لارې پیدا کړي.
د چمن د سړکونو پر غاړو دا وړې ټېلې اوس یوازې د ارزانه سامان بازار نه دی، بلکې د هغو کورنیو د بقا هڅه ده چې د نږدې لسو میاشتو سرحدي بندښت یې د امدن پخوانۍ لارې ورسره تړلې دي.


نعيم اچکزئي