واڼا : د کوز سویلي وزیرستان د ډسي خېل او کرمز خېل قامونو ترمنځ د زمکې پر روانه شخړه د ضلعي انتظامیې او پولیسو په مشرۍ جرګه شوې ده.
پولیس وايي، جرګه ،د اګست په ۱۱مه، د ډي پي او شاه حسن او ډپټي کمشنر مسرت زمان په مشرۍ شوې، چې د دواړو قامونو مشرانو پکې خپل دریځونه او اندېښنې وړاندې کړې دي.
چارواکو پر دواړو خواوو ټینګار کړی دی چې شخړه دې د خبرو، خپلمنځي سلا مشورو او سوله ییزې لارې هواره کړي. په جرګه کې پرېکړه وشوه چې د شخړې د هواري لپاره به بله ناسته د اګست پر ۲۱مه کېږي.
بلخوا، د شخړو د هواري شورا (ډي ار سي) غړو د نوي ډي پي او شاه حسن هرکلی کړی. شاه حسن ویلي دي، چې د ولس همکاري او خپلمنځي باور د تلپاتې امن بنسټ دی.


ظفر وزير