سوات : سوات قامي جرګې په سیمه کې د امن د ټینګښت او د ناامنۍ د مخنیوي لپاره د قامي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو یوه پراخه غونډه رابللې ده.
د سوات قومي جرګې د بلنې له مخې، دغه غونډه به د اګست پر ۱۳مه، د پنجشنبې په ورځ، ماسپښین دوه بجې د سوات په تخته بند سیمه کې، د ګورنمنټ ډګري کالج ترڅنګ په ګولډن ارینا شادي هال کې کېږي.
جرګې په خپله بلنه کې ویلي دي، چې د غونډې موخه په سوات کې ،د دوي په وینا، د «مصنوعي ترهګرۍ» د دایمي ختمولو او د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره د قامي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو ترمنځ سلا مشورې او ګډ دریځ رامنځته کول دي.
تنظیموونکو د سوات قامي مشرانو او ولسي استازو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې او غوښتنه یې کړې ده چې د سیمې د امن د ټینګښت لپاره خپل وړاندیزونه له ځان سره په لیکلې بڼه راوړي.
د جرګې د کارنده کمېټۍ په وینا، ټاکل شوې چې په غونډه کې د سوات د روان امنیتي وضعیت او د راتلونکو اقداماتو په اړه د بېلابېلو سیاسي، قامي او ټولنیزو استازو نظرونه واورېدل شي.
تر اوسه د غونډې د ګډونوالو بشپړ نوملړ نه دی خپور شوی.


عصمت علي اخون